د افغانستان د سترې محکې په بېلابېلو برخو کې لس نوي رییسان او دوه د دې محکمې د دارالافتاء غړي ټاکل شوي دي.
هند کې د افغانستان سفارت په اعلامیه کې راغلي چې د ډیپلوماتانو دندې یې پای ته رسېدلې او دغه ماموریت یې د هند حکومت ته سپارلی، خو دوه نور ډیپلوماتان وایي چې د سفارت مشري دوی پر غاړه اخیستې ده.
ا.ا د افغانستان په اړه امنیت شورا ته د وړاندې شوي راپور ځینې برخې ستایي، خو وایي، افغانستان د افغانانو د ځانګړي متنوع جوړښت استازولي کوي، بايد په شخړو کې د ښکېل او داسې هېواد په سترګه ورته ونه کتل شي چې سياسي جوړجاړي ته اړتيا ولري.
د ا.ا ویاند وایي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د اوبو او برېښنا وزارتونو د پرېکړې له مخې، له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو بندونه جوړیږي.
د پاکستان موقت لومړي وزیر یو ځل بیا تور پورې کړی چې ګواګې د ټيټيپي غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځایه پر دوی بریدونه تنظیموي خو ا.ا وایي، په افغانستان کې داسې څوک نشته چې پاکستان ته ګواښ پېښ کړي.
د ناروې بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه د افغان کډوالو په لویه کچه ایستلو او د هغوی پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان غواړي د تګ راتګ لپاره د چمن – بولدک پر خلکو پاسپورټ او ویزه جبري کړي چې دا هم د کډوالو د جبري اخراج په څېر د دغه هېواد یوه اړخیزه او د ځمکنیو واقعیتونو خلاف پرېکړه ده.
افغان او ایراني چارواکو، د دواړو هېوادونو د سیاسي- اقتصادي تعامل پر پياوړتیا ټینګار کړی او له اسلامي نړۍ یې غوښتي چې په فلسطین کې د اسرائیلو د «وحشت» په اړه پټه خوله پاتې نه شي.
د یوې ترکي کمپنۍ استازي د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې ویلي، غواړي چې په افغانستان کې د خامو نفتو د تصفیېخونې جوړولو برخه کې پانګونه وکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د ایران د ملي امنیت عالي شورا له رییس سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته کتو دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدای شي او اړتیا ده چې دې موخې ته د رسېدو لپاره دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې شي.
په ټولنیزو پاڼو کې ځينو افغانانو له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او ملاتړ په موخه کمپاین کړی او له خلکو یې غوښتي چې مرسته ورسره وکړي.
له ازبکستانه راغلي پلاوي د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ته بلنه ورکړې چې د سرخان – پلخمري برېښنا پروژې او د امو سیند پر سر د ۲۲۰ کیلوولټ مزي پر ترمیم د خبرو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.