ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان یو ځل بیا افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د شتون تور پورې کړی خو ا.ا یې ردوي

پاکستان یو ځل بیا افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د شتون تور پورې کړی خو ا.ا یې ردوي

author avatar
20 Nov 2023 - 13:43
پاکستان یو ځل بیا افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د شتون تور پورې کړی خو ا.ا یې ردوي
author avatar
20 Nov 2023 - 13:43

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د پاکستان موقت لومړي وزیر یو ځل بیا تور پورې کړی چې ګواګې د ټي‌ټي‌پي غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځایه پر دوی بریدونه تنظیموي خو ا.ا وایي، په افغانستان کې داسې څوک نشته چې پاکستان ته ګواښ پېښ کړي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ پرون د پاکستان له یوه خصوصي ټلوېزوین جیو نیوز سره په خبرو کې ادعا کړې چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې دي او له هغه ځایه بریدونه تنظیموي.

هغه ویلي: «افغان طالبان ډېر ښه پوهېږي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي‌ټي‌پي) غړي د پاکستان خلاف له کوم ځایه عملیات کوي؛ اوس باید افغان طالبان دا پرېکړه وکړي چې د ټي‌ټي‌پي خلک موږ ته سپاري او که خپله یې پر وړاندې عملیات کوي.»

کاکړ دغه راز ویلي، دوه کاله مخکې چې له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرو لړۍ پیل شوه، هغه مهال پاکستاني طالبان عملاً په کابل کې وو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د کاکړ یادو څرګندونو غبرګون کې پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ دا ادعا ردوو، په افغانستان کې داسې څوک نشته چې هغه پاکستان ته ګواښ پېښ کړي او موږ داسې چا ته اجازه هم نه ورکوو او د افغانستان خاوره د هغوی پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدو، ولې پاکستانیان باید په خپله خاوره کې خپل امنیت ته خپله متوجه شي.»

مجاهد له دې مخکې هم ویلي وو چې افغانستان د یو ورور او ګاونډي هېواد په څېر له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی؛ پاکستانی اړخ هم باید د اسلامي امارت ښه نیت درک کړي او په اراده باندې یې هیڅ شک ونه لري چې د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله او د هغو پر ضد اقدامات کول نه غواړي.

Views: 60

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.