ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند کې د افغانستان سفارت فعال دی که تړل شوی؟

هند کې د افغانستان سفارت فعال دی که تړل شوی؟

author avatar
25 Nov 2023 - 12:00
هند کې د افغانستان سفارت فعال دی که تړل شوی؟
author avatar
25 Nov 2023 - 12:00

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): هند کې د افغانستان سفارت په اعلامیه کې راغلي چې د ډیپلوماتانو دندې یې پای ته رسېدلې او دغه ماموریت یې د هند حکومت ته سپارلی، خو دوه نور ډیپلوماتان وایي چې د سفارت مشري دوی پر غاړه اخیستې ده.

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت په اعلامیه کې راغلي: «په هند کې د افغانستان سفارت په خواشینۍ سره په بشپړه توګه د خپلو ډیپلوماتیکو چارو بندولو اعلان کوي؛ دغه پرېکړه د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت ډیپلوماتانو د هند حکومت د پرله‌پسې فشارونو له امله کړې وه.»

سرچينې لیکلي، دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې یاد سفارت د روان میلادي کال د سپټمبر په ۳۰مه خپل فعالیتونه ودرول او تمه دا وه چې د هند حکومت دريځ به په نوي ډيلي کې د افغان سفارت د کار عادي دوام لپاره ګټور تمام شي.

اعلامیه کې راغلي: «له بده مرغه له اتو اونیو انتظار وروسته سره سره، د ډیپلوماتانو ویزې تمدید نه شوې او د هند حکومت په چلند کې بدلون رانه‌غی، د طالبانو او هند حکومت له خوا پرله‌پسې فشارونه چې له کنټروله وتلي وو، سفارت له یو ستونزمن حالت سره مخ کړ، له همدې امله موږ باور لرو چې په دې پړاو کې په هند کې د سفارتي ماموریت د تړلو پرېکړه او کوربه هېواد ته د سفارت سپارل د افغانستان په ګټه عمل وي.»

سرچینې د هند له حکومته غوښتي چې د ۱۹۶۱ کال د ویانا کنوانسیون ۴۵مې مادې له مخې، د افغان ډیپلوماتیک ماموریت د ملکیتونو، بانکي حسابونو، نقلیه وسایطو او نورو ټولو هغه شتمنیو مسوولیت په بیړنۍ توګه په غاړه واخلي چې په نوي ډهلي کې موقعیت لري.

سفارت زیاته کړې، په ۱۱۰ مخونو کې د شتمنیو یو بشپړ لیست لا د مخه د هند بهرنیو چارو وزارت سره شریک شوی چې د سفارت په بانکي حسابونو کې د نېږدې پنځه سوه زره امریکایي ډالرو توضیحات هم په کې شامل دي.

اعلامیه کې راغلي، اوس په هند کې د پخواني حکومت هېڅ ډیپلوماټ نه دی پاتې، هغو کسانو چې په دغه سفارت کې دندې ترسره کړي په خوندي ډول درېیمو هېوادونو ته رسېدلي او په هند کې یوازې هغه کسان پاتې دي چې د افغانستان سرپرست حکومت پورې تړلي او په ښکاره توګه د ورسره په منظمو انلاین غونډو کې ګډون کوي.

سرچېنې زیاته کړې: «د افغانستان د جمهوري دولت ډيپلوماټانو دغه ماموریت یوازې د هند حکومت ته سپارلی، دا اوس د هند په حکومت پورې اړه لري چې د دې ماموریت برخلیک ټاکي، چې ایا سفارت تړلی وساتي؟ یا د طالبانو د ډيپلوماتانو ته یې د سپارلو پرېکړه وکړي او یا یې په بدیلو لارو غوره وکړي.؟»

اعلامیه کې راغلي چي د پخواني حکومت له لوري د ګومارل شویو ډیپلوماټانو دنده په دغه سفارت کې پای ته رسېدلې ده.

دغه اعلامیه هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي هم پر خپله اېکس پاڼه خپره کړې ده.

خو په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسل ذکیه وردک پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې هغه او په حیدراباد کې د افغانستان سرپرست قونسل سیدمحمد ابراهیم‌خېل اعلانوي چې د دغه سفارت مشري دوی پر غاړه اخیستې او هند او افغانستان ترمنځ تاریخي، تمدني او دوستانه اړیکو ته په پام یې پرېکړه کړې چې «په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د فعالیت دوام ډاډمن کړو.»

هغوی په هند کې مېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړی چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعالیت ته دوام ورکوي او د قونسلګرۍ د خدمتونو وړاندې کولو کې به هیڅ ډول خنډ رامنځته نه شي.

له ټولو غوښتنه کوو چې په بهر کې میشتو پخوانیو افغان ډیپلوماټانو له خوا خپاره شوي غیر مسلکي او غیرمسؤلانه څرګندونو ته پام ونه کړي، ځکه چې هغوی اوس په نوي ډیلي کې د افغان سفارت په داخلي چارو کې هیڅ ځای نلري.

سرچینې زیاته کړې: «همدارنګه له پخواني افغان سفیر او پخوانیو افغان ډیپلوماټانو یا چارواکو غوښتنه کوو چې په نوي ډیلي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت له ټولنیزو رسنیو په بهر کې د هر ډول غیرمسوولانه او غیرمسلکي څرګندونو او مطبوعاتي اعلامیو لپاره د دغه سفارت له ټولنیزو رسنیو کار وانه‌خلي.

هغوی وایي، د هند بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دي او هڅې کوي چې اوسنۍ ستونزې حل کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او دغه راز د هند حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 178

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.