Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر بدخشان ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د ساین یا ماتو هډوکو درملنې پروګرام پرانیسته کې ټینګار وکړ، هڅه دې وشي څو د دغه ولایت لرو پرتو سیمو ته معیاري روغتیايي خدمتونه ورسېږي.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ستونزه په بشپړ ډول هواره شوې او د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو د کوکنارو د اړولو عملیات په جدي ډول دوام لري.
ځايي سرچینې وايي، لومړنۍ شمېرې ښيي چې د تخار او بدخشان په څو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله د مالي زیانونو ترڅنګ، ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۴ کسان ټپیان شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.
د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې د «عالیست، افغانیست» په نوم د سیمهییزو محصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو.
کورنیو چارو وزارت وايي چې د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې د چاودنې له امله درې پولیس سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
بدخشان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د والي ویاند وايي چې د دغه ولایت د درایم او ارګو ولسوالیو له معترضینو سره په لیدنه کې هوکړې ته رسيدلي او رامنځته شوې ستونزه هواره شوې ده.
په بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د فیضاباد – تخار لویه لار د وسایطو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
بدخشان کې محلي مسوولین وايي، د فیضاباد – ولسوالۍ پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په «شهر بزرګ» ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله یو ۱۵ کلن ځوان مړ شوی دی.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د روان کال په تېره یوه میاشت کې د ترافیکي پېښو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۲ کسان مړه شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.
په بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په یفتل پایان ولسوالۍ کې د زر مینځلو یوې کارګاه د چت نړېدو له امله یو کان کېندونکی مړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP