فیضاباد (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مایمي ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۱۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د بدخشان د پوهنې ریاست د نشراتو عمومي مدیر عبدالغني عابدي وايي په مایمي ولسوالۍ کې د نجونو «جامرچ» ښوونځي چارې په ۱۳۹۹ کال کې د یوه الماني مرستندویه بنسټ له لوري پیل شوې وې چې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې یې ۷۰ سلنه چارې مخکې تللې وې.

هغه زیاته کړه چې د دغه ښوونځي پاتې ۳۰ سلنه چارې د یاد ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ د ۶۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اغاخان موسسې له لوري بشپړې او نن د ځینو ځايي ادارو د استازو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د هغه په خبره، پر دغه ښووځي ۳۱۰ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د مرستندویه الماني بنسټ او اغاخان موسسې له لوري ورکړل شوی دی.

عابدي وايي، دغه ښوونځی چې په ۳۸۸۸ متر مربع ځمکه کې په پاخه ډول جوړ شوی، ۱۳ درسي خونې لري چې دا مهال ۵۶۰ نجونې او هلکان پهکې زدهکړې کوي.

هغه زیاته کړه چې د بدخشان د پوهنې ریاست د ښوونځیو د نیمګړو چارو بشپړولو برخه کې د موسسو له همکارۍ مننه کوي.