د کابل امنیه قومانداني وایي، د څلورمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې یې یوه مېرمن د خپل خاوند د وژلو په تور نیولې ده.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، ځيني نړۍوال او ګاونډي هېوادونه په دې هڅه کې دي چې افغانستان نا امنه وښيي، خو دلته امن راغلی او باید هرکلى یې وشي.
. . .
کابل (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۱): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، افغانستان د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا ترمنځ د يوه پله حيثيت خپل کړی او
اوکراین د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان له لارې له افغانستان سره د ۳۰زره ټنه غنمو مرسته کړې ده.
د کابل امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار اتمې حوزې اړوند په کارته نو سیمه کې یو مشهور انسان تښتونکی نيولى او يو ماشوم یې ترې ژغورلى دى.
حکومتي مسوولين وایي، په کابل هوایي ډګر کې څلور کسان د نشهیي توکو او شېرخان بندر کې یو کس تاجکستان ته د ۵۰زره امریکایي ډالرو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د وږي ۲۱مه) شاوخوا ۱۲ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د روان هجري لمریز کال له پیله راهیسې شاوخوا ۲۵۲ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۱۳۵ زره هغه کډوال دي چې له ایرانه په جبري ډول را ایستل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت یوه پخواني استازي د اسلامي امارت له ویاند سره په لیدنه کې د افغانستان اوسنی وضعیت د هغه څه پر خلاف بللی چې په غربي رسنیو کې خپرېږي.
د افغانستان سرپرست حکومت نن د متحده عربي امارتو له «ګاګ» شرکت سره «الوتكو ته د هوايي لارښوونې خدمتونو او انکشاف» هوکړه لاسلیکوي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه سوالګر زندان ته وړل کېږي چې د اړوندې کمېټې له خوا بایومټریک شوي وي او بیا ځلي په بازار کې د سوال کولو پر وخت ونیول شي.