ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت: افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د پله حیثیت خپل کړی

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت: افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د پله حیثیت خپل کړی

author avatar
23 Sep 2022 - 14:33
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت: افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د پله حیثیت خپل کړی
author avatar
23 Sep 2022 - 14:33

کابل (پژواک، ۱ تله ۱۴۰۱): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، افغانستان د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا ترمنځ د يوه پله حيثيت خپل کړی او په نږدې راتلونکې کې به د سیمې پر څلورلارې بدل شي.

یاده شوې اداره دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چين د ګډ اقتصادي دهلېز اړوند پر سوداګريزو توکو بار لومړى اورګاډى بلخ ولايت ته راورسېد.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان له جغرافيايي اړخه په سیمه کې ځانګړی ارزښت لري او دغه هېواد د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا ترمنځ د يوه پله حيثيت خپل کړی دی.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې له همدې امله د ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نه یوازې افغانستان ته ارزښت لري، بلکې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو لپاره هم خورا مهمې او ګټورې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.