ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک موندنې: روان کال ۱۳۵ زره افغان کډوال له ایرانه په زور را ایستل شوي

د پژواک موندنې: روان کال ۱۳۵ زره افغان کډوال له ایرانه په زور را ایستل شوي

author avatar
11 Sep 2022 - 11:24
د پژواک موندنې: روان کال ۱۳۵ زره افغان کډوال له ایرانه په زور را ایستل شوي
author avatar
11 Sep 2022 - 11:24

کابل (پژواک، ۲۰ وږي ۱۴۰۱): د روان هجري لمریز کال له پیله راهیسې شاوخوا ۲۵۲ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۱۳۵ زره هغه کډوال دي چې له ایرانه په جبري ډول را ایستل شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیون افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې ډلې شاوخوا درې میلیون په ایران، شاوخوا درې میلیون په پاکستان او پاتې نور په نورو هېوادونو کې مېشت دي؛ له دغو کسانو ځیني یې په یادو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني سندونه لري او ځیني یې نه لري.

تېر کال د زمري میاشتې په ۲۴مه په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د امریکا متحده ایالتونو او ځینو نورو هېوادونو شاوخوا ۱۵۰ زره هغه افغانان بهر ته لېږدولي چې مخکې یې په افغانستان کې ورسره کار کاوه.

له تېرو څلورو لسیزو راهیسې ګڼ شمېر افغانان نورو هېوادونو، په تېره ایران او پاکستان ته د کار لپاره ځي، کله ناکله په دغو هېوادونو کې له ناسم چلند سره مخ کېږي او ډېر هغه یې چې هلته د اوسېدو قانوني سندونه نه لري، له بهرنیو هېوادونو، په تېره له ایرانه په زور را ایستل کېږي، خو بیا هم هره ورځ ګڼ شمېر افغانان په قانوني او یا سختو قاچاقي لارو ایران او پاکستان ته ځي، څو هلته کار وکړي او یا هم له هغه ځایه نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

په جبري او داوطلب ډول راستانه شوي کډوال

د پژواک خبري اژانس موندنې ښیي چې د روان کال له پيله راهیسې څه باندې ۲۵۲ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته په جبري او یا داوطلب ډول راستانه شوي چې ډېر یې له ایران څخه دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله فېسبوکپاڼه وخت په وخت په دې اړه خبرونه خپاره کړي دي.

پژواک خبري اژانس د روان ۱۴۰۱ کال له پیله راهیسې دغه خبرونه راټول کړي دي.

دغه معلومات ښیي چې له یادو څه باندې ۲۵۲ زره کسانو څخه ۲۳۱ زره او ۷۸ له ایران څخه راستانه شوي چې تر نیمایي زیات (څه باندې ۱۳۵ زره) یې په جبري ډول را ایستل شوي دي.

په روان هجري لمریز کال کې تر نیمایي ډېر افغان کډوال له ایرانه په جبري ډول را ایستل شوي دي.

د روان هجري لمریز کال له پیله څه باندې ۲۱ زره افغان کډوال له پاکستانه هم هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وایي چې له دغو کسانو لږ یې هغه دي چې د کډوالۍ اسناد لري او پاتې نور هغه کسان دي چې د کډوالۍ اسناد نه لري او د درملنې، سوداګرۍ او نورو کارونو لپاره پاکستان ته د لنډمهال لپاره تللي او د بېرته راتګ پر مهال ثبت شوي دي.

له ترکیې هم افغان کډوال را ایستل شوي دي.

ترکیه هغه هېواد دی چې له پاکستان او ایران وروسته تر نورو هېوادونو ډېر افغان کډوال په کې اوسېږي.

د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، ترکیې یو ځل د روان کال په چنګاښ میاشت کې ۱۳۶ افغانان او یو ځل د غویي په میاشت کې ۲۲۷ هغه افغانان را ایستلي چې د کډوالۍ او یا هغه هېواد ته د تګ قانوني سندونه یې نه درلودل.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله ویب‌پاڼه د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې د تېر کال د زمري میاشتې له ۲۴مې د روان کال تر چنګاښ میاشتې څه باندې ۸۲۳ زره افغانان له نورو هېوادونو خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

هېواد ته راستانه شوي کډوال څه وایي؟

د کابل ښار اوسېدونکی ۲۵ کلن نجیب الله وایي چې څو میاشتې مخکې یې ویزه واخیسته او ایران ته ولاړ، له هغه ځایه یې ترکیې ته په قاچاقي لاره د سفر هوډ وکړ، خو بریالی نه شو.

دی زیاتوي: «قاچاقي لارې ډېرې سختې وي؛ ما ډېرې سختۍ وګاللې، خو د ترکیې په مرز کې قیود تر حد ډېر و، څو شپې مو په غره کې په سختۍ تېرې کړې، په منډو، منډو کې ولوېدم، پښه مې ټپي شوه… بیا بېرته تهران ته ولاړم او له هغه ځایه خپل ښکلي کابل ته راغلم، اوس هم بېکاره یم، خو هڅه کوم چې په خپل هېواد کې کار پیدا کړم او همدلته ژوند وکړم.»

د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکی شاه فیصل – چې یوه اونۍ مخکې په جبري ډول له ایران څخه را ایستل شوی – وایي چې په افغانستان کې له سیاسي تحول مخکې یې په یوه موسسه کې کار کاوه، خو وروسته بېکاره او اړ شو چي ایران ته ولاړ شي.

هغه وویل: «له ډېرې مجبورۍ ایران ته ولاړم، څلور میاشتې مې هلته کار وکړ، بیا مې له ایرانه ترکیې ته په قاچاقي لارو حرکت وکړ، هلته په مرز کې پولیسو له نورو ملګرو سره یو ځای ونیولم، بېرته یې ایران ته را واړولم، هلته یوه اونۍ بندي وم، بیا یې له ایرانه بېرته افغانستان ته راواړولم.»

ده وویل، په ایران او ځینو نورو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره ډېر بد چلند کیږي او افغانان د بیکارۍ له امله اړ دي چې د اوږدو قاچاقي لارو ستونزې او دغه بد چلند وزغمي او په سختو قاچاقي لارو سفرونو ته زړه ښه کړي.

دی زیاتوي: «په ایران کې چې افغانان ونیسي، بیا یې اردوګاه (زندان) ته بیایي او څو چې افغانستان ته د تګ لګښت ترې وانه خلي، همالته یې بندي ساتي، ځوروي او ډبوي یې؛ له ما سره هم پیسې نه وې، درې شپې مې بندي وم، وروسته مې ورور پیسې راحواله کړې او ایرانیانو ته مې ورکړې، بیا یې افغانستان ته راواړولم.»

شاه فیصل له حکومته غواړي چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي څو هېڅوک نورو هېوادونو ته تګ ته اړ نه شي.

د پخواني حکومت پر مهال د سترې محکمې د تفتیش ریاست یو کارکوونکی احمدشاه سلیم بیا یوه میاشت مخکې له خپلې کورنۍ سره په داوطلب ډول له ایرانه هېواد ته را ستون شوی.

دی وایي چې د نوي سرپرست حکومت په پیل کې د تېر حکومت د کارکوونکو په اړه بېلابېلې څرګندونې کېدې او په دې اړه اندېښنو اړ کړ چې ایران ته ولاړ شي.

هغه په داسې حال کې چې وایي، وروسته یې د هېواد وضعیت ته په کتو دا اندېښنې لرې شوې او بېرته خپل هېواد ته راستون شو،

نوموړی زیاتوي: «پرته له خپل هېواده په نورو هېوادونو کې له کورنۍ سره ژوند کول ډېر سخت دي، مجبوریت او د ناچارۍ ژوند دې ورک شي، ایران کې له ویزې او د اوسېدو له قانوني سندونو پرته ژوند ناشونی دی؛ هلته ډېره قیمتي ده او زما په څېر کسانو لپاره د هغه ځای سخت کارونه کول هم اسان نه دي، نو ځکه بېرته خپل ګل وطن افغانستان ته راغلم، اوس چې کراري ده، شپه اورځ مې په هېواد کې تېریږي.»

دی هم وایي، که په افغانستان کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي، هېڅوک به هم نورو هېوادونو ته تګ ته زړه ښه نه کړي.

احمدشاه سلیم زیاتوي: «نور هېوادونه د افغانانو په لاسونو اباد شول، کاش چې داسې فرصتونه د هېواد دننه رامنځته شي، څو افغانان د خپل هېواد رغولو لپاره کار وکړي او خپل هېواد اباد کړي.»

له ایرانه د افغانانو پر را ایستو د اقتصادي ستونزو اغېز

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ایران کې سیاسي او اقتصادي وضعیت ښه نه دی؛ نو ځکه ایرانیان له افغانانو سره تاوتریخوالی کوي او د هغوی د بېرته را ایستلو لړۍ یې چټکه کړې ده.

دی وایي، ایران له وچکالۍ او سختې قیمتۍ سره مخ دی او ترڅنګ یې د امریکا له متحده ایالتونو سره مذاکراتو هم مثبته پایله نه ده ورکړې.

د ده په وینا، د ایران حکومت هڅه کوي څو په یو ډول خپل خلک ځان ته نږدې کړي او د دغه کار لپاره هر ورځ لسګونه افغانان افغانستان ته راستنوي.

فرهادي وایي، هر څومره چې په ایران کې اقتصادي وضعیت خرابیږي، په هماغه کچه د ایرانیانو چلند هم له افغانانو سره خرابیږي، څو نور افغانان دغه هېواد ته د تګ لپاره زړه ښه نه کړي.

فرهادي وایي، د افغانستان ستونزه دا ده چې خپله کډوال تولیدوي، او د حل لاره دا ده چې د هېواد دننه باید خلکو ته کار پیدا  شي، څو کډوالۍ ته مخه نه کړي.

دا موضوع مو د اسلامي امارت له مرستیال ویاند بلال کریمي او د کډوالو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

د راپورونو له مخې، د افغانستان سرپرست حکومت ویلي چې د بېکارۍ کمولو او کارموندنې په موخه لنډمهالو او منځمهالو طرحو جوړولو باندې کار کوي او له سکټوري وزارتونو او اړوندو ادارو له متخصصينو سره په همغږۍ د کارموندنې ملي پاليسي جوړوي.

دغه راز په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان حکومت له ایراني، پاکستاني او ترکي چارواکو سره په دغو هېوادونو کې د افغان کډوال د ستونزو د حل په اړه خبرې هم کړې دي.

Visits: 133

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.