په هند کې د افغانستان سفارت په داسې حال کې د غبرګولي له نهمې له کوربه هېواد سره په همغږۍ، د نویو سټیکرونو له لارې د پاسپورټونو تمدید پیلوي چې د بهرنیو چارو وزارت مخکې له همغږي پرته دا ډول کړنې ناقانونه بللې وې.
کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د ترکيې د بشري مرستو بنسټ استازو کابل ته د سفر پر مهال، په ځینو نورو برخو کې د مرستو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکى وایي، په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت ته اندېښمن دی او ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې د بشري حقونو په برخه کې خپلې خبرې او عمل یو شان کړي.
د چارو ځيني شنونکي د هېواد پر مسايلو د خبرو لپاره د جوړېدونکې غونډې لپاره هڅې ښه اقدام بولي او وايي، دا غونډه به هغه مهال ښې پايلې ولري چې ټول افغانان پکې ځان وويني.
د هېواد د مهمو مسایلو په اړه د بحث او مشورو لپاره د یوې غونډې جوړولو پر طرحه کار کېږي او په دې غونډه کې به د هېواد له بېلابېلو سيمو بانفوذه څېرې ګډون ولري.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه ادعا چې په بګرامیو کې یو ځوان د «ټيک ټاک کارولو» له امله وژل شوی، حقیقت نه لري، یاد کس د غلا په تور نیول شوی و او تېره ورځ یې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د کابل امنیه قومانداني وایي، په کندهار کې له پنځو کلونو راهېسې یو نادرکه شوی ماشوم یې کابل کې پیدا کړی او کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د پاسپورټ عمومي ریاست وایي، په دې وروستیو کې ځینو «ناوړه ګټه اخیستونکو» له هېواده بهر د پاسپورټونو جعلي کتابچې چاپ کړې او د جعلي ټاپو او لاسلیکونو په کارولو سره یې خلکو ته د پیسو په بدل کې وېشي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي، بلخ کې له هغه جوماته تر لیدنې وروسته چې برید پرې شوی، ویلي چې پر ملکي وګړو بریدونه باید بند او مسوول کسان یې عدالت ته را کش کړل شي.
ځیني افغان سیاستوال «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون» د جوړښت هرکلی کوي، خو وایي، تګلاره یې د یادو شخصیتونو د سیاسي راتلونکې په اړه وضاحت نه لري او حکومت باید نوره هم خپله سینه پراخه کړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، مخ پټول حجاب نه دی او څادري هم په افغاني فرهنګ کې نشته، خو د امر بالمعروف وزارت دغو څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي چې حجاب یو الهي حکم دی او په دې اړه د کرزي خبرې د تبصرې وړ نه دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) مرستیالې، د پوهنې له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، په پام کي لري چې افغانستان کې پنځه زره نور سیمهییز ټولګي جوړ کړي.