منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د یوه ترکي بنسټ استازي یتیمانو ته د یو کمپلېکس جوړولو په موخه کابل ته راغلي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸۰ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د ترکيې د بشري مرستو بنسټ استازو کابل ته د سفر پر مهال، په ځینو نورو برخو کې د مرستو تر څنګ، افغانستان کې د یتیمانو لپاره د یو کمپلېکس جوړولو ژمنه کړې ده.

ارګ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د ترکيې د بشري مرستو بنسټ(IHH)  له استازو سره کتلي دي.

سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې د یاد ترکي بنسټ استازو افغانستان ته د خپل سفر اساسي موخه د يتيمانو لپاره د يو کمپلېکس جوړول بللې، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

هغوی ویلي چې د ښوونې او روزنې، کرنې او تحصيلي بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاريو ته چمتو دي.

ارګ لیکي، مولوي عبدالسلام حنفي د ترکيې د بشري مرستو له بنسټ څخه په مننې او ستاينې ژمنه کړې چې افغانستان کې به د هغوی د بشري مرستو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست