کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۱): د نوي فرمان له مخې، په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت او د هر ډول نشه یي توکو کارول،
. . .
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت توصیه کوي چې دولتي کارکوونکي دې خپل سیرت او صورت له شریعت سره سم جوړ کړي او ښځینه کارکوونکې دې د حجاب په مراعاتولو سره په ځانګړو خونو کې دندې ترسره کړي.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د وري ۹مه) شاوخوا ۱۲ میلیونه ډالر د داوطلبۍ په ترڅ کې د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې پلوري.
کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې اووه کسان له لسګونه بوتل شرابو او سلګونه «کا» ټابلیټونو سره نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو یو تن د «انټرنټي جرم» په تړاو نیولی او نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
ځیني افغان سیاستوال او زده کوونکې، تر نوي امره د نجونو د لوړو ټولګیو د زده کړو پر ځنډ خواشیني دي؛ له حکومته غواړي چې د نجونو د تعلیم لاره پرانیستې وساتي.
باختر خبري اژانس د پوهنې وزارت په حواله لیکلي چې د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو پرانیستل تر نوي امر پورې ځنډېدلي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت د داعش په اړه په افغانستان کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان څرګندونې رد کړې دي.