کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۱): د نوي فرمان له مخې، په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت او د هر ډول نشه یي توکو کارول، لېږد، پېر او پلور بند شول.
د اسلامي امارت د مشرتابه په فرمان کې- چې نن خپور شو- هېوادوالو ته خبر ورکړل شوی چې د دغه فرمان د صدور له نېټې وروسته د کوکنارو کر په ټول هېواد کې په مطلق ډول بند دی او هيڅوک دې له دې وروسته پر خپلو ځمکو د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه کوي.
سرچینه زیاتوي که څوک سرغړونه وکړي، کښت یې له منځه یووړل شي او له سرغړوونکي سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند کېږي.
په فرمان کې راغلي: «همدارنګه په ټول هېواد کي د نشه یي توکو د ټولو ډولونو، لکه شراب، هیرويین، شیشه، ټابلیټ کا، چرس او نورو نشه کوونکو موادو استعمال، انتقال، پېر او پلور، سوداګري، واردات او صادرات او د نشه یي توکو د تولید کارخانې په جدي توګه منعه دي.»
سرچینه زیاتوي چې د دغه فرمان تعمیل لازمي دی او که هر څوک تخلف وکړي، نو د عدلي او قضایي ادارو له لوري به تعقیبیږي او مجازات کېږي به.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د نړۍ ډېر نشه یي توکي په افغانستان کې تولیديږي، په داسې حال کې یې تر اوسه مخه نه ده نیول شوې چې په تېرو دوو لسیزو کې نړیوالې ټولنې په دې برخه کې میلیاردونه ډالر لګولي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











