د افغانستان بانک وايي، شپږ سوه میلیونه زاړه او مندرس د پنځوس افغانۍ بانکنوټونه تر کره شمېرنې وروسته وسوځول شول.
. . .
بې پولې خبريالان وايي چې په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې ګواښونه، احضارول او خپلسري نیونې زياتې شوې دي، خو حکومت د رسنيو د قانون پر پلي کېدو د ټينګار سربېره وايي، د رسنيو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره هڅه کوي.
ځیني خبریالان او د رسنیو مشران، د رسنیزو چارو، په تېره د رسنیو مخکني قانون پلي کېدو په اړه د حکومت د تېرې ورځې له څرګندونو هرکلی کړی او له حکومته غواړي چې په دې اړه عملي ګامونه واخلي.
حکومت له پلچرخي زندان څخه ۱۶ بندي ښځې خوشې کړې دي.
د کابینې د پرېکړې له مخې، له دې وروسته امنیتي ځواکونه نه شي کولی له وسلو، نظامي یونیفورم او وسايطو سره تفریحي پارکونو ته ننوځي.
د ټولګټو وزارت وایي چې د کابل- جلال لویه لاره وروسته له پنځو ساعتونو، تېره شپه بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانيستل شوې ده.
کابینې د عشر او زکات ادارې د جوړښت پرېکړه وکړه او یوه پلاوي ته یې دنده وسپارله چې د ملي پراختیا شرکت د نیمګړو پروژو د بشپړولو لپاره د مالي سرچینې پیدا کولو په اړه څېړنه وکړي.
د ټولګټو وزارت وایي، نن مازدیګر څلور بجې د کابل – جلال اباد لاره د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له غره ښویېدنې د مخنیوي په موخه د کار له امله، د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی حکومتي پلاوی نن مازیګر ناروې ته روان شو.
کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰): ګل پري چې له خپلو دوو ماشومانو سره په سړه خونه کې ژوند کوي، وایي، د اولادونو لوږې سوال ته