د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د اوکراین په ختیځ کې جلا شوې سیمې دونیڅک او لوهانسک یې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت پېژندلي او د پوتین دغه پرېکړه ځینو هېوادونو غندلې ده.
ملګرو ملتونو، د نړۍ د دولتونو د مشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو د نومونو له نوملړ څخه د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني او بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نومونه لرې کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور، د کانونو د تړون لپاره د بولۍ تجربه ناکامه بولي، وایي په دغه وزارت کې د روڼتیا لپاره د نورو کړنو تر څنګ، د پخواني حکومت د اجرا وړ قوانین او لوایح پلي کیږي.
کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰): د کابل امنیه قومانداني وایي، کابل ښار کې یو ډاکټر هغه مهال د امنیتي ځواکونو د یو تن پر ډزو
په افغانستان کي د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر وایي، د امریکا له لوري ګنګل شوې پانګه په افغانانو پورې اړه لري او پاکستان باید د سپټمبر یوولسمې بریدونو قربانیانو ته تاوان ورکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا شارژدافیر جان جانسن ویلي، د افغانستان د ګنګل شوو پيسو د وېش په اړه د بایډن خبره په رسنیو کې غلطه تعبیر شوې او کېدای شي یوه برخه یې د افغانستان بانک ته ورکړل شي.
حکومت وایي، په کاپیسا کې د یوه پخواني قوماندان د خپلوانو پر موټر د وسله وال برید په تړاو چې په کې د امنیتي ځواکونو په ګډون پنځه کسان وژل شوي وو، دوه کسان نیول شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، په کابل کې دوه «د موټروغله» له دوو غلا شوو موټرو سره او دوه انسان تښتوونکي نیول شوي او له تښتوونکو یو ماشوم هم ژغورل شوی دی.
ملګري ملتونه او بریټانیا په راتلونکې مارچ میاشت کې له افغانستان سره د مرستو لپاره د یوې غونډې کوربه توب کوي؛ تمه لري چې په دې ناسته کې د افغانستان لپاره ۴،۴ میلیارد ډالر مرسته ترلاسه کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اروپایي ټولنې استازو په قطر کې له افغان پلاوي سره په ناسته کې د افغانستان د ښوونیز بهیر لپاره د ۱۱ میلیون ډالرو د ځانګړې کېدو یادونه کړې ده.
د پخواني حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي کابل ته راغلی او نن یې په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره لیدلي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره د «غلو» په نښته کې دوه «غله» وژل شوي او یو بل ټپی دی.