ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دلاور: کانونو وزارت کې اوس هم د پخواني حکومت قوانین او لوایح پلي کیږي

دلاور: کانونو وزارت کې اوس هم د پخواني حکومت قوانین او لوایح پلي کیږي

author avatar
20 Feb 2022 - 14:45
دلاور: کانونو وزارت کې اوس هم د پخواني حکومت قوانین او لوایح پلي کیږي
author avatar
20 Feb 2022 - 14:45

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور، د کانونو د تړون لپاره د بولۍ تجربه ناکامه بولي، وایي په دغه وزارت کې د روڼتیا لپاره د نورو کړنو تر څنګ، د پخواني حکومت قوانین او لوایح پلي کیږي.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سره د پژواک خبري اژانس د ځانګړې مرکې مهم ټکي:

  • د پخواني حکومت قوانین او لوایح اوس هم د کانونو او پټرولیم وزارت کې پلي کیږي.
  • موږ یو ځل د یوه قرارداد لپاره د بولۍ سیستم وکاراوه، خو ناکام و او اوس قراردادونه د داوطلبۍ له لارې کیږي.
  • د پوره روڼتیا په موخه د کانونو د قراردادونو داوطلبي د رسنیو په مخ کې تر سره کیږي.
  • د نوي حکومت پالیسي دا ده چې غیرقانوني کېدنې په مطلق ډول بندې دي.
  • هغه څوک چې د ملت مال غلا کوي ملي غل او ملي خاین ورته ویل کیږي.
  • پردۍ مرستې له زهرجنو ارادو سره تړلې وي، هېواد مو غني دی، باید پر خپل ځان اتکا وکړو.
  • د نوي حکومت له راتګ سره د کانونو وزارت تر پنځه میلیارده افغانۍ عاید ترلاسه کړی.

بشپړه مرکه:

پژواک: افغانستان ډېر کانونه لري، او خلک هم تمه لري چې د هېواد مات اقتصاد به یې همدغه کانونه پر پښو ودروي. تاسو په دې اړه څه وایئ او څه فکر کوئ چې په څومره وخت کې شونې ده چې کانونه د افغانستان اقتصاد پر پښو ودروي؟

دلاور: زما شخصي نظر دا دی چې افغانستان په سیمه کې غني ترین هېواد دی، موږ د فقر او د غنا نسبت باید بهرنیانو او د هغوی مرستو ته ونه کړو، د فقر او غنا نسبت باید خپلو شتمنیو ته وکړو. که موږ بهرنیانو ته سترګې نیولې وي، که هغوی ډېرې پیسې راکوي نو زموږ هېواد به غني وي، که هغوی پیسې را باندې بندې کړي نو موږ به فقیران یو؛ نو موږ به هر وخت فقیران یو. ځکه پردی کټ تر نیمو شپو وي او پردۍ مرستې له سختو زهرجنو ارادو سره تړلې وي. حتی زه دا دعوه کولی شم چې د نړۍ په سر باندې افغانستان تر ټولو شتمن هېواد دی، خو په دې شرط چې موږ له نورو ځان خپلواک وګڼو او په خپل ځان اتکا وکړو.

تاسو مقایسه وکړئ د تېرې ادارې مالي کال له مرغومي شروع کېده او تېرې ادارې زموږ له راتګ مخکې په اتو میاشتو کې ۱۱۱ میلیونه او نهه لکه او څو زره افغانۍ عاید درلود.  په دغو پنځو میاشتو کې چې موږ کار کړی نو اوس موږ څلورو – پنځو میلیاردو افغانیو پورې عاید لرو. په داسې حال کې، نوي کانونه چې موږ ورکړي د هغوی ګټې لا نه دي راغلي، دا ګټه ټوله له هغو کانونو ده چې تېرې ادارې ورکړي وو، موږ کنټرول کړل، د هغوی د خیانت مخه مو ونیوله، نو په پنځو میاشتو کې – څلور –  پنځه میلیارده عاید او په اتو میاشتو کې ۱۱۱ میلیونه افغانۍ عاید ډېر زیات سره تفاوت لري، که چېرې دغسې یو شفافیت وي، ژمنتیا وي، نو ډېر ژر به افغانستان له احتیاجه خلاص شي.

پژواک: د نوي حکومت له راتګ سره د کانونو وزارت په دې برخه کې څومره قراردادونه کړي، که مهرباني وکړئ په اړه یې معلومات راکړئ؟

دلاور: غالباً خصوصي شرکتونو ته موږ د کوچنیو معادنو په برخه کې ۱۸ تر ۲۰ قراردادونه ورکړي، خو تر اوسه یې د کارونو مراحل پاتې دي او اکتشاف ته یې شروع نه ده کړې.

پژواک: دا مهال د کانونو وزارت د کانونو د کوم قانون له مخې شرکتونو ته قراردادونه ورکوي؟ د پخوانیو قوانینو او طرزالعملونو له مخې، که نوي ورته جوړ شوي دي؟

دلاور: هغه قوانین چې تېرې ادارې جوړ کړي دي، کوم لوایح چې پخوا جوړ شوي او د اجرا وړ وو، د کابینې له هدایت سره سره سم اوس مهال په هماغو قوانینو او لوایحو عمل کیږي. البته کومه ماده چې له اسلامي شرعیت او د هېواد له ملي ګټو سره مخالف وي په هغو کې موږ تعدیل راولو. البته یو شی موږ په کې اوس مهال زیات کړي چې هغه د شفافیت له راوستلو لپاره آزاده دواطلبې ده د میډیا په مخ کې.

پژواک: څه قسم ازاده داوطلبي ده د میډیا په مخ کې، که دغه بهیر لږ راته تشریح کړئ؟

دلاور: بهیر یې داسې دی چې یو معدن زموږ د تخنیکي ټیم له خوا سروې کیږي، وروسته بلاک‌‎بندي کیږي، بیا اعلان ته ورکول کیږي، د اعلان په وخت کې د دې لپاره درخواستونه جمع کیږي او خلک خپل پروپوزلونه راوړي، په پروپوزل کې ټول هغه موارد لکه: زه به استخراج فني کوم، چاپیریال ته به پام کوم، اوسېدونکو لپاره به دا، دا خدمات وړاندې کوم، چې هغه موارد تقریباً ۲۳ موارد دي، باید ټول مراعات شوي وي، بیا موږ یوه کمېټه لرو چې دغو پروپوزلونو ته نومرې ورکوي، چې د کامیابۍ کمې نومرې ۶۰ او زیاتې یې ۱۰۰ دي، کوم کسان چې کامیاب شي د هغوی داوطلبۍ لپاره یو ورځ ټاکل کیږي، صندوق ورته کېښودل کیږي، د میډیا په مخ کې دوی ته سپینې پاڼې ورکول کیږي، خپل نرخونه په کې لیکي، صندوق ته یې وراچوي او وروسته چې هر چا لوړ قیمت ورکړی و، هماغه ته قرارداد ورکول کیږي.

پژواک: دا کوم بهیر چې تاسو تشریح کړ او د میډیا په مخ کې د صندوق اېښودو یادونه مو وکړه، دا په قانون کې شته؟

دلاور: دا موږ د شفافیت راوستلو لپاره له قانون سره ممد اضافه کړی دی.

پژواک: دا بولۍ ده او که داوطلبي چې تاسو یې کوئ؟

دلارو: بولۍ نشته اوس مهال، همدا داوطلبي ده.

پژواک: مخکې بولۍ وه، کله مو بولۍ ترسره کړې وه؟

دلاور: یو وارې بولۍ شوې ده، خو ناکامه وه، ناکامه وه.

پژواک: د بولۍ او داوطلبۍ تر منځ توپیر په څه کې دی؟

دلاور: لنډ توپیر یې دا دی چې [داوطلبۍ کې] موږ ورته صندوق ږدو، همدا یو چانس لري، بس چې چا پورته نرخ لیکلي و هماغه ته یې ورکوو، دویم وارې بیا نه وایو چې څوک یې له دې زیات غواړي. بولۍ دا ده چې څوک یې تر دې زیات غواړي همداسې قیمتونه لوړ ځي چې هغه بولۍ ده.

پژواک: ولې مو یو خل د بولۍ سیستم کارولی و؟

دلاور: زموږ دا خیال و چې تجاران به په ډېر صداقت راځي، دوی به په ضد کې نه راځي، سم نرخ به وایي، خو دوی په رقابت کې راغلل. موږ نه غواړو چې افغانان په ضد کې راشي. په رقابت کې راشي.

پژواک: یو ځل مو چې د نفرایټ کاڼو د قرارداد لپاره د بولۍ سیستم کارولی و، بیا مو دغه قرارداد ګټونکي ته ورکړ، که نه؟

دلاور: هغه قرارداد کې دوه کسان په ضد کې سره راغلل، بیه یې في ټن ۹۲ لکه افغانیو ته وخته، موږ هغه قرارداد له منځه یووړ؛ ځکه چې دغو کسانو دواړو له ځان سره ظلم وکړ، موږ له همدې وجې بولۍ هم ختمه کړه.

پژواک:  د تېر حکومت د قانون له مخې، شرکتونه باید د معدن د اکتشافي چارو د ترسره کولو، استخراج، پروسس، چاپیریال ساتنې، د کار د خوندیتوب، ټولنیزو خدمتونو، د کارګرانو ګومارنې، بازار موندنې، د رویالیټۍ د ورکړې کچې، مالي او اقتصادي برخو کې خپل پلانونه وزارت ته وړاندې کړي. اوس هم دا چاره تر سره کیږي؟

دلاور: همدا ټول مراعات کیږي، خو موږ یو کار اضافه کړی چې د میډیا په مخ کې همدا کار کوو؛ ځکه چې که د میډیا په مخ کې یې ونه کړو، بیا وزیر کولی شي چې چاته یې خوښه وي هماغه کس ته قرارداد ورکړي. شفافیت هغه وخت راتلای شي چې د ټول ملت په مخ کې وشي.

پژواک: ځینې سرچینې ادعا کوي چې اوس مهال د کانونو په قراردادونو کې پرته له دې چې ټول تخنیکي موارد په پام کې ونیول شي، یوازې رویالیټي ته ارزښت ورکوي. تاسو په دې اړه څه وایئ؟

دلاور: وګورئ کوم التزامات چې یوه خصوصي شرکت په پروپوزل کې کړي وي، هغه دوی امضا کړي وي، دوی به ټول هغه مراعاتوي، دا اوس هغه اداره نه ده چې تېره شوه، نه هغه وخت دی چې تېر شو، دلته دوه شیان موږ شا ته پرېیښې دي؛ چې یوه تېره اداره ده چې مکمله له فساده ډکه وه، بل دا چې پخوا افغانستان کې ملي حاکمیت نه و، نو په هغه وخت کې تېرې ادارې خپل پروپوزل هم په خصوصي شرکت نه شو عملی کولی، ځکه هغوی ساحې ته  نشو تللی. اوس دواړه مرحلې ختمې دي، نه تېره اداره شته او نه هم تېر حالت، اوس یو ملي حاکمیت شتون لري، چا چې پروپوزل ډک کړی دی، زما هیئت ورته نومرې ورکړي دي، هغه به عملي کیږي، حتی زما اراده دا ده چې هر معدن ته به زه یو ځوان انجنیر مقرروم، تنخوا به هم موږ ورکوو، هغه به فقط دا ګوري چې خصوصي شرکت د پروپوزل مطابق خپل کار مخ ته وړي او که نه.

که دوی (قراردادیان) له خپل پروپوزل څخه لږ سرغړونه وکړي، معدن بېرته ترې اخیستل کیږي، اوس دا ټول په خپل پروپوزل کې کامیاب شوي دي، نو موږ څنګه یوه ته ترجیح ورکړو او بل ته نه، بله ترجیح نشته پرته له دې چې موږ رویالیټې ته ارزښت ورکړو، هر هغه چا چې لوړ قیمت صندوق کې اچولي وي، موږ یې هماغه ته ورکوو، موږ ته رویالیټې ارزښت لري، خو خپل پروپوزل به هم خامخا عملي کوي.

مجهول څه پاتې دي؟ قیمت دی، تا هم پروپوزل وړاندې کړی ما هم پروپوزل وړاندې کړی، تا هم امضا کړی ما هم امضا کړی، اوس که ما ته راکول کیږي تا ته نه درکول کیږي په کومه ترجیح؟ بله ترجیح نه لري، پرته له دې چې په پټه کې زه له تا لوړ قیمت ولیکم.

پژواک: د کانونو د مقررې د ۴۰ مې او ۱۰۶ مې مادې پر بنسټ، وزارت باید د رویالیټۍ د قیمتونو د ټاکلو لپاره یوه کمېټه ولري او د هر منرال لپاره باید قیمت وټاکي، چې بیا وروسته د شرکتونو څخه د هماغه قیمت له مخې د رویالیټي فیصدي واخلي. اوس داسې کومه کمېټه شته که څنګه.؟

دلاور: د رویالیټۍ د ټاکلو لپاره دا کمېته کار کوي او هغه زموږ تخنیکي کسانو ته معلومیږي چې د دې کان فیصدي څومره ده.

پژواک: څه موده مخکې د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ کې د  نفرایټو کان (سي بلاک ) في ټڼ شپږ میلیونه افغانۍ یوه شرکت ته ورکړل شو. وزارت وویل چې د نفرایټ ډبرو دغه کان د مکلف هیئت، رسنیو او د ۱۶ هغو شرکتونو په شتون کې چې د وړاندیزونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو، د یوې شفافې پروسې لاندې تر سره کړ. د دغو پوره کړو شرایطو په اړه وضاحت راکړئ.

دلاور: ټول قانوني مراحل دوی مراعات کړي دي، موږ بالکل ۶۰ لکه (شپږ میلیونه) افغانیو ارزښت ته نه ګورو چې یو میلیارد افغانۍ هم ورکړي، د پروپوزل هغه مهمې برخې چې فني کارونه به تر سره کوي، تخنیکي کارونو ته به پام کوي او که نورې مهمې برخې مراعات نه کړي موږ یې بېرته ترې اخلو.

پژواک: پخوا په ځینو ولایتونو کې غیرقانوني کېدنې کېدې، اوس هم دا کار کیږي، خلکو ته په دې اړه پیغام څه دی.؟

دلاور: د اسلامي امارت پالیسی دا ده چې غیرقانوني کېدنې مطلق بندې دي او سخت جرم دی، یو داسې غلا وي چې یو شخص یې له یو شخص څخه کوي، چې هغه ته شخصي غل ویل کیږي، یو داسې غلا وي چې یو شخص یې له ټول ملت نه کوي، چې دې ته ملي غل او ملي خاین ویل کیږي.

ټولو ولایتونو کې چارواکي په دې برخه کې جدي پاملرنه کوي او زه ډېر سخت ور څخه خوښ یم. که پخوا هم چا غیرقانوني کېدنې کړي وي، اوس یې چېرته وړای نه شي، قدم په قدم د اسلامي امارت ځواکونو له خوا ترې پوښتنه کیږي، هغه چا چې پټ کړي، غیرقانوني کېدنې یې کړي، اوس دلته راځې وایي چې دا موږ له خلکو اخیستې، نه وایي چې موږ غلا کړې ده او موږ ته وایي چې موږ ته یو محصول وټاکه تر څو یې موږ انتقال کړو.

Visits: 806

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.