د کابل ځینې ښاریان، پیل شوي تصفیوي عملیات د امنیت د ټینګښت لپاره ښه ګام بولي او د امنیتي ځواکونو له چلنده خوښ دي، خو ځینې بیا له دې چارې خوښ نه دي، وایي له مشکوکو کورونو پرته نور باید تلاشي نه شي.
ټاکل شوې نن د روسیې ولسمشر او د پاکستان لومړی وزیر په مسکو کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ، د افغانستان په ګډون د سيمې پر مسایلو خبرې وکړي.
د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي په مشرۍ د دغه هېواد پلاوي، افغان زده کړیالانو ته د سلو بورسونو د ورکړې په ګډون په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، په هېواد کې د تخریبي ډلو د زیاتېدو او بیا منسجم کېدو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي اندېښنې پر ځای نه بولي، وایي افغانان دا ډول څرګندونې پاروونکې او د تخریبي ډلو هڅونه بولي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د اوکراین په ختیځ کې جلا شوې سیمې دونیڅک او لوهانسک یې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت پېژندلي او د پوتین دغه پرېکړه ځینو هېوادونو غندلې ده.
ملګرو ملتونو، د نړۍ د دولتونو د مشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو د نومونو له نوملړ څخه د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني او بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نومونه لرې کړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور، د کانونو د تړون لپاره د بولۍ تجربه ناکامه بولي، وایي په دغه وزارت کې د روڼتیا لپاره د نورو کړنو تر څنګ، د پخواني حکومت د اجرا وړ قوانین او لوایح پلي کیږي.
کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰): د کابل امنیه قومانداني وایي، کابل ښار کې یو ډاکټر هغه مهال د امنیتي ځواکونو د یو تن پر ډزو
په افغانستان کي د کاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر وایي، د امریکا له لوري ګنګل شوې پانګه په افغانانو پورې اړه لري او پاکستان باید د سپټمبر یوولسمې بریدونو قربانیانو ته تاوان ورکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا شارژدافیر جان جانسن ویلي، د افغانستان د ګنګل شوو پيسو د وېش په اړه د بایډن خبره په رسنیو کې غلطه تعبیر شوې او کېدای شي یوه برخه یې د افغانستان بانک ته ورکړل شي.
حکومت وایي، په کاپیسا کې د یوه پخواني قوماندان د خپلوانو پر موټر د وسله وال برید په تړاو چې په کې د امنیتي ځواکونو په ګډون پنځه کسان وژل شوي وو، دوه کسان نیول شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، په کابل کې دوه «د موټروغله» له دوو غلا شوو موټرو سره او دوه انسان تښتوونکي نیول شوي او له تښتوونکو یو ماشوم هم ژغورل شوی دی.