ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان د کور په کور تلاشۍ په اړه بېلابېلې څرګندونې کوي

کابل ښاریان د کور په کور تلاشۍ په اړه بېلابېلې څرګندونې کوي

author avatar
27 Feb 2022 - 16:23
کابل ښاریان د کور په کور تلاشۍ په اړه بېلابېلې څرګندونې کوي
author avatar
27 Feb 2022 - 16:23

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۰): د کابل ځینې ښاریان، پیل شوي تصفیوي عملیات د امنیت د ټینګښت لپاره ښه ګام بولي او د امنیتي ځواکونو له چلنده خوښ دي، خو ځینې بیا له دې چارې خوښ نه دي، وایي له مشکوکو کورونو پرته نور باید تلاشي نه شي.

نن درېیمه ورځ ده چې امنیتي ځواکونو د کابل او څو نورو نږدې ولایتونو په ځینو سیمو کې تصفیوي عملیات پیل کړي، وایي په دغو عملیاتو کې به هیڅ ملکي کس او کور ته زیان نه رسيږي او له خلکو سره به ښه چلند کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د عملیاتو موخه په یادو سیمو کې د هغو «هر ډول غلو، اختطافګرو، شریرو عناصرو او نورو مجرمینو» نیول او له منځه وړل دي چې د امنیتي ځواکونو له خوا مخکې کشف او څارل شوي دي.

پژواک د کابل په بېلابېلو سیمو کې له هغو خلکو سره خبرې وکړې چې کورونه یې تلاشي شوي دي.

خلک وایي، چې ځینې کورونه سرسري تلاشي شوي، خو ځینې یې ډېر پلټلي دي.

د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د «نوي خواجه بغرا» سیمې اوسېدونکی عزیزالله وایي، د تصفیوي عملیاتو پر مهال له امنیتي ځواکونو سره ښځینه پولیسې هم وې او د ګذر وکیل ته هم خبر ورکړل شوی او په سیمه کې و.

خو هغه زیاتوي چې کور یې تېره جمعه تلاشي شو او له دغو ځواکونو سره د دوی د کور د تلاشۍ پر مهال ښځې نه وې.

هغه زیاتوي: «پخوا مې دوو وروڼو امنیتي ارګانونو کې دندې درلودې، انځورونه یې د کوټې پر دیوالونو ځړېدلي وو، زموږ کور یې زیات تلاشي کړ، کمپلې، المارۍ، بکسونه، د حویلي منځ، توشکې او هر څه یې وکتل، حتی د خور بکس مې و چې د قفل کیلي یې له موږ څخه ورکه وه، هغه یې مات کړ او ویې ولټاوه.»

دی وایي چې په کور کې یې د وروڼو پخوانی نظامي یونیفورم وو او هغه یادو ځواکونو له ځان سره یووړ.

ده وویل چې په یاده سیمه کې امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پر مهال د کور خاوند خونه، په خونه له ځان سره ګرځاوه.

هغه وایي چې امنیتي ځواکونه باید د محکمې له پرېکړې پرته د چا کورته دننه نه شي.

دی وایي:« دا ډول تلاشي د ماشومانو، مېندو او خلکو ترمنځ یو ډول وېره خپروي، د هر چا کور تلاشي کول څه معنا.؟ باید د یوه سړي ګناه معلومه وي او وروسته له هغې یې کور تلاشي شي.»

د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د درېیم پروان سیمې اوسېدونکي عبدالله کور هم تلاشي شوی دی.

هغه وایي: «بد چلند یې نه کاوه، خو زموږ کور یې ډېر تلاشي کړ، المارۍ، کتابونه او هر څه یې وکتل، زموږ په کور کې وسلې او نور خلاف توکي نه و، تلاشي یې وکړه او ولاړل.»

دی وایي چې د دوی د کور د تلاشۍ پر مهال له امنیتي ځواکونو سره ښځې نه وې، د کور ښځې یوې خونې ته ولاړې، امنیتي کسانو نورې خونې تلاشي کړې او دی نه پوهیږي چې په دې اړه د ګذر له وکیل سره همغږي شوې وه او که نه؟

هغه وایي، دا ښه کار دی چې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې کیږي، خو حکومت باید هغه کورونه تلاشي کړي چې په اړه یې کوم راپور تر لاسه کړی وي، نه داسې چې له یوې خوا ټول کورونه تلاشي کوي.

د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د قابلبای سیمې اوسېدونکی عبدالقیوم وایي چې تېره ورځ یې کور، د ګذر وکیل، یو قومي مشر او د یوې ښځینه پولیسې په شتون کې د امنیتي ځواکونو له خوا تلاشي شو.

دی سره له دې چې د امنیتي ځواکونو له چلنده خوښ دی، خو وایي: «کومه تلاشي چې اوس مهال د امارت اسلامي له خوا ترسره کیږي ډېره ګډوډي کوي، د کور ټول سامان ګډوډ کوي، خلکو ته یوه سرګرداني پیدا کوي چې باید دا ډول تلاشي ترسره نه شي.»

خو د کابل د بګرامیو ولسوالۍ د امنیت ښارګوټي اوسېدونکی محمدخالد وایي: «امنیتي کسان ډلې، ډلې په کورونو وېشل شوي وو، درې کسان زموږ کور ته راغلل، اول یې د مهمانخانې دروازه خلاصه کړه او له هماغه دروازې یې ښکته او پورته ور وکتل، د ننه هم ورنه غلل، بیا نورو کوټو ته ننوتل، دوی څه شي ته لاس هم نه دی وروړی، دوې بسترې وې، د هغوی په غوښتنه مو ورته خلاصې کړې، ویې کتې، د ځینو نورو شیانو په اړه یې پوښتنه وکړه چې دا څه دي او هغه څه دي؟ نور همداسې له کوره ووتل.»

د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د امین اباد سیمې اوسېدونکی سیدعظیم هم وایي چې امنیتي ځواکونو یې نن سهار کور تلاشي کړ.

دی وایي: «زموږ کور ته راغلل، ښځې یې یوې کوټې ته کړې، خو ښځینه پولیسې ورسره نه وې، کوټو ته ننوتل، په ځینو شیانو چې شکمن وو، هغه یې وپلټل، خو ټول کور یې په پنځو دقیقو کې تلاشي کړ، هسې تلاشي نه وه لکه څنګه چې موږ خلکو ډارولي وو.»

هغه وویل چې امنیتي کسانو ورسره ډېر نرم چلند کاوه، د هرې خونې د تلاشۍ پر مهال دی هم ورسره و او په ټوکه یې ده ته ویل: «راسره وګرځه چې څه دې پټ نه کړو.»

سید عظیم وایي چې پخوا یې هم په حکومت کې دنده نه درلوده او اوس مهال هم خپل شخصي کار وبار لري او له خلکو څخه د سلاح ټولول یو مثبت ګام بولي.

دی وایي: «اول چې حکومت سقوط شو، ډېرو زیاتو خلکو غلا وکړه، هرڅه یې پټ کړل، له سلاح او زورواکو خو موږ پخوا هم ورځ نه درلوده، مه یې کوه چې سلاح ټوله شي او حکومت ته وسپارل شي.»

دی وایي چې خلک هم باید صبر او حوصله ولري؛ که چېرې خلک د حکومت ملاتړ ونه کړي نو د پخوا په شان به بیا له زورواکو تر پزې راشي.

د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د هوتخېلو سیمې اوسېدونکی صدیق الله ثمر وايي‎: «دوې ورځې مخکې زموږ د کور دروازه وټکېده، ورووتلم، په ښو اخلاقو یې راته وویل چې کور تالاشي کوو، کور ته ننوتل، بایسیکل مې ولاړ و، ښکته او پورته یې ورته وکتل، د کور له ظاهره پوه شو چې سړی غریب دی، هسې سر، سر یې هر څه وکتل.»

خو ده وویل، ځینې کورونه یې ډېر تلاشي کول، د هغو کسانو کورونه یې هم تلاشي کړل چې همدا اوس امنیتي ارګانونو کې دندې لري او له ځینو کورونو یې وسلې او نظامي توکي هم تر لاسه کړل.

هغه زیاتوي: «څو شپې مخکې له دغو عملیاتو، هوتخېلو کې د غلو یوه مسلح ډله هم پیدا شوې وه چې ځانونه به یې د امارت کسان معرفي کول او د خلکو له کورونو به یې غلا کوله. زه خوښ یم چې دا عملیات وشول، تر څو د غلو او نااهله کسانو مخه و نیول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د عملیاتو د پیل په ورځ په دې اړه خپرې شوې اعلامیه کې وویل چې دغه عملیات د خلکو، سوداګرو او نورو هېوادوالو د لا ښه امنیت، ډاډ او اطمینان لپاره په لاره اچول شوي دي.

دغه راز تېره شپه کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په کابل ښار کې د خلکو د  خونديتوب په موخه تصفیوي عملیات روان دي چې دا عملیات د ګذر د وکیل او د جومات د ملا امام سره په مشوره او د هغوی په حضور کې ترسره کيږي.

په اعلامیه کې راغلي: «که احیانا ستاسې کور ته د ګذر د وکیل او ملا امام له حضور پرته څوک د مجاهد په نوم درغلل، د کورنیو چارو وزارت د امنیت داخلي د قطعې د لاندې شمېرو (۰۷۹۸۸۹۱۰۳۷ – ۰۷۷۷۳۸۳۸۳۲) سره فوراً اړیکه ونيسئ.»

Visits: 312

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.