د راپورونو له مخې، د غزې په سوېل کې په خان یونس ښار کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلو یوه هوایي برید کې د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې یو انځوراخیستونکی سامر ابودقا وژل شوی دی.
د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي سهیل حسنزاده کالیفرنیا کې خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړې ده.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۳۳۸ نور افغان کډوال د تخلیې پروګرام په چوکاټ کې له پاکستانه کاناډا ته لېږدول شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي چې خېبر پښتونخوا کې د تېرې ورځې برید افغانستان پورې اړه نه لري.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي، افغانستان کې یې زرګونه بندیانو ته ژمنۍ مرستې وېشلې دي.
په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر رییس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له ځانګړي راپور ورکوونکي سره کتنه کې ویلي چې د بشري حقونو راپورونه باید افغانستان کې شته واقعیتونه منعکس کړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدنه کې ویلي چې د مسکو او ریاض ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا مخه څوک نه شي نیولی.
د کاناډا د کډوالۍ وزیر اعلان کړی چې ۳۳۳ نور افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول.
د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، په دغه هېواد که شته بهرني وګړي چې قانوني اسناد نه لري باید خپل هېواد ته ستانه کړل شي او اسناد لرونکي کسان هم باید تنظیم شي.
افغان حرفهيي سوکوهونکي قیس خادمي خپل تانزانیایي سیال ته ماته ورکړه او د بوکس په نړۍوال سازمان (IBO) کې یې د خپلې اتلولۍ له کمربنده دفاع وکړه.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنر له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو غبرګون کې ویلي چې د دغو کسانو خپلسرې نیونې د نړۍوالو قوانینو پر اساس د یاد هېواد د ژمنو خلاف کار دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې په افغانستان کې یې د دوو ورځو په لړ کې د ښځو په ګډون ۸۸۳ ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي روزلي دي.