د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر سره لیدنه کې ویلي، سرپرست حکومت کابل کې د افغانستان په چارو کې د سیمې هېوادونو استازو ناستې کوربهتوب ته چمتو دی.
د ایران د ګیلان ولایت د ټولنیزې هوساینې، کار او مرستې عمومي مدیر د ١٤٠٢ کال له پيله د لېندۍ مياشتې تر پایله د ٥٠٧ غير قانوني بهرنيو کارګرو د نيولو خبر ورکړى چې ډېری يې افغانان وو.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد د پنجاب صوبې ځايي چارواکو ته امر کړی چې له افغان سوداګرانو او کډوالو سره د غیرعادلانه چلند او ځورونې تورونو په اړه څېړنه وشي.
د ترکي رسنیو راپورونو له مخې، ترکیه کې ۶۹ افغان کډوال د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو د مشهد ښار په ګرځنده بازارونو کې د بهرنیو وګړو پر فعالیت بندیز لګولی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په سند ایالت کې د «لعل شهباز قلندر» په نوم له یوه زیارته د ۱۲ میلیون پاکستانۍ کلدارو په ارزښت سرهزر غلا شوي دي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د جاپان دولت افغانستان کې د اوبو رسونې، د خوارځواکۍ مخنیوي او درملنې او د ماشومانو خوندیتوب لپاره څلور میلیون ډالره مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې تر اوسه یې له پاکستانه د را ایستل شوو له ۲۸۰زره افغان کډوالو سره نغدي او غیرنغدي مرسته کړې ده.
د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت د دغه هېواد په لاهور ښار کې د لومړي ځل لپاره د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په موخه مصنوعي باران تجربه کړی دی.
د راپورونو له مخې، د غزې په سوېل کې په خان یونس ښار کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلو یوه هوایي برید کې د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې یو انځوراخیستونکی سامر ابودقا وژل شوی دی.
د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي سهیل حسنزاده کالیفرنیا کې خپل امریکایي سیال ته ماته ورکړې ده.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۳۳۸ نور افغان کډوال د تخلیې پروګرام په چوکاټ کې له پاکستانه کاناډا ته لېږدول شوي دي.