د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې ۴۰ زره بېلابېل نظامي وسایط او اته زره وسلې ترمیم کړي دي.
د راپورونو له مخې، د ترکیې پارلمان له ۲۰ میاشتني ځنډ وروسته په ناټو کې د سویډن د غړیتوب وړاندیز تصویب کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دغه وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په لیدنه کې د جمهوریت روغتون د بیارغونې، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې او د روغتیا برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازی وايي چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه روسيه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد کې داعش ډله ځپل شوې او سرحدونه تر کنټرول لاندې راغلي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د اماناتو ځانګړي صندوق ویلي چې ډنمارک له افغانستان سره د ۶،۲ میلیونو ډالرو مرسته کړې ده.
د ترکیې د پارلمان یوه غړي ویلي وو چې ترکیه کې د افغان کډوالو د قانوني کېدو په اړه توافق شوی، خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې رد کړې دي.
افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر د ریاستالوزاء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات پلوی دی او له نړۍ سره د کابل د تعامل لپاره هڅه کوي.
د افغانستان د راستنېدونکو او کډوالو چارو سرپرست وزیر د پاکستان د جمعیت علمای اسلام له مشر سره په لیدنه کې ویلي، باید افغان کډوالو ته په هغه هېواد کې فرصت ورکول شي څو په تدریجي او داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان سرقونسل دغه هېواد کې مېشت د متحده عربي اماراتو له جنرال قونسل بخیت عتیقالرمیثی سره په لیدنه کې، پاکستان کې افغان کډوالو سره د مرستې غوښتنه وکړه.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۲۹۵ نور افغانان د تخلیې پروګرام په چوکاټ کې له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، هند تېر یونیم کال کې له افغانستان سره د ۵۰ زره متریک ټنه غنمو مرسته کړې او له دې لارې یې په ۲۰۲۳ کال کې له څه باندې یو میلیون او په ۲۰۲۲ کال کې له ۴،۷ میلیون کسانو سره مرسته کړې ده.