ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني مولانا فضل‌الرحمن ته: پاکستان کې افغان کډوالو ته باید په تدریجي ډول د راستنېدو فرصت ورکړل شي

حقاني مولانا فضل‌الرحمن ته: پاکستان کې افغان کډوالو ته باید په تدریجي ډول د راستنېدو فرصت ورکړل شي

author avatar
12 Jan 2024 - 12:51
حقاني مولانا فضل‌الرحمن ته: پاکستان کې افغان کډوالو ته باید په تدریجي ډول د راستنېدو فرصت ورکړل شي
author avatar
12 Jan 2024 - 12:51

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان د راستنېدونکو او کډوالو چارو سرپرست وزیر د پاکستان د جمعیت علمای اسلام له مشر سره په لیدنه کې ویلي، باید افغان کډوالو ته په هغه هېواد کې فرصت ورکول شي څو په تدریجي او داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شي.

د راستنېدونکو او کډوالو چارو وزارت نن (جمعه) پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو د دغه وزارت د سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني او مولانا فضل‌الرحمن د لیدنې خبر ورکړی دی.

سرچینې لیکلي، یاده لیدنه کې پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې شوې دي.

حقاني زیاته کړې: «پر افغانستان د بهرنیو یرغلونو او جګړو له امله د افغانستان او پاکستان خلک زیانمن شوي، څه باندې ۴۰ کاله کېږي چې د پاکستان خلک د افغانانو کوربه وو او موږ له هغوی څخه مننه کوو.»

نوموړي څرګنده کړې: «اوس باید دغه مېلمه‌پالنه کم‌رنګه نشي او کډوالو ته فرصت ورکول شي څو په داوطلبانه او تدریجي توګه هېواد ته راستانه شي.»

بلخوا، مولانا فضل‌الرحمن هم په یاده لیدنه کې ویلي چې افغانستان ته یې د سفر موخه دا ده چې د ستونزو په اړه خبرې وکړي او حل لاره ورته پیدا کړي.

د هغه په خبره، د کډوالو په زوره ایستلو له امله د هغوی انساني حقونه تر پښو لاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ مخکې دې برخه کې غږ پورته کړی، اوس هم هڅه کو، دې برخه کې له اسلامي امارت سره همغږي لرو او له هغوی ملاتړ کوو.»

د یادونې ده، مولانا فضل‌الرحمن د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په ګډون یې له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.