د راپورونو له مخې، پاکستان کې د ټولټاکنو ترسره کېدو په ترڅ کې د امنیت د ټینګښت په موخه په ټول پاکستان کې د ګرځنده ټیلیفوني خدمتونو له موقت ځنډ او څو پولو له تړل کېدو وروسته امنیتي پېښو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وایي چې تېرو دوو کلونو کې د مخابراتي شرکتونو ۲،۳ میلیونه پېرېدونکي ډېر شوي دي.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۳۰۴ نور افغان کډوال یې له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدولي دي.
د ځیرک ټیلیفون ډېره کارونه ځینو مواردو کې د کورنیو ترمنځ د ستونزو رامنځته کېدو لامل شوی او ارواپوهان وايي چې دغه کار د کورنیو پر ګډ ژوند د منفي اغېز ترڅنګ د دوی پر عاطفي وضعیت هم ناوړه اغېز کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ځنګلونو ساتنې لپاره یې یوه امنیتي قطعه جوړه کړې، هممهاله یو شمېر هېوادوالو د دې امنیتي قطعې د جوړېدو هرکلی کړی دی.
د خوړو نړۍوال سازمان د افغانستان له خلکو سره د جاپان د ۱۳،۵ میلیون ډالر مرستې خبر ورکوي او دغه راز وايي، د تېر کال په اوږدو کې یې په دغه هېواد کې له څه باندې شپږ میلیون کسانو سره نغدي مرسته کړې ده.
په قطر کې د افغانستان سفارت ویلي چې د دغه سفارت سرپرست ډاکټر محمدنعیم وردګ د قطر بنسټ په رسمي بلنه «ښوونه او روزنه کې د ښځو نوښتونو» پرانیستغونډه کې ګډون کړی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د کابل ښار د فوټسال الف لیګ سیالۍ د ۱۸ ټیمونو په ګډون پیل شوې چې په لومړۍ ورځ یې دلاور ترکمنزاده ټیم شهید پناه ته او ایثار ټیم مخابراتو ټیم ته ماتې ورکړه.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختې واورې او باران ورېدو او د ناڅاپي سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
د افغانستان مرکزي بانک راتلونکې چهارشنبې ۱۷ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان پنجاب ایالت له زندانونو ۱۱ افغانان ازاد شوي دي.
برېتانیا مېشتي افغان سوکوهونکي قیس خادمي ته د سوکوهنې په نړۍوالو سیالیو کې د سوېلي افریقا جکسون چاواک ماته ورکړه او ویې نه شو کولای د «ایبياو» نړۍوال سازمان اتلولۍ کمربند وګټي.