د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د دغه هېواد لپاره د ځینو نورو هېوادونو له ځانګړو استازو سره په لیدنه کې، له اسلامي امارت سره پر رغنده خبرو اترو ټینګار کړی دی.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، کابل کې د څښاک اوبو کمښت یوه جدي او د اندېښنې وړ موضوع ده او اسلامي امارت یې د حل لپاره هڅې پیل کړې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې د روان زېږدیز کال په جنوري میاشت کې یې افغانستان کې ۳۴۴ زره او ۳۹۴ کسانو ته بېړني روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ناورې له شارژدافیر سره لیدنه کې ویلي چې د ټولو ستونزو حل په خبرو او تفاهم سره ممکن دی او هېوادونه له دې لارې کولای شي له يو بل سره اړيکې ولري.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) ویلي چې پرتګال د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر کابل کې مېشت د قزاقستان له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان کې د ډیجیټلي حکومتوالۍ، د هېواد د کانونو برخه کې د پانګونې او نورو برخو کې د دغه هېواد د مرستو په اړه خبرې وکړې.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د ملي ډیموکراټیک غورځنګ (NDM) مشر محسن داوړ د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې ټپي شوی دی.
د راپورونو له مخې، پاکستان کې د ټولټاکنو ترسره کېدو په ترڅ کې د امنیت د ټینګښت په موخه په ټول پاکستان کې د ګرځنده ټیلیفوني خدمتونو له موقت ځنډ او څو پولو له تړل کېدو وروسته امنیتي پېښو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وایي چې تېرو دوو کلونو کې د مخابراتي شرکتونو ۲،۳ میلیونه پېرېدونکي ډېر شوي دي.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۳۰۴ نور افغان کډوال یې له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدولي دي.
د ځیرک ټیلیفون ډېره کارونه ځینو مواردو کې د کورنیو ترمنځ د ستونزو رامنځته کېدو لامل شوی او ارواپوهان وايي چې دغه کار د کورنیو پر ګډ ژوند د منفي اغېز ترڅنګ د دوی پر عاطفي وضعیت هم ناوړه اغېز کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ځنګلونو ساتنې لپاره یې یوه امنیتي قطعه جوړه کړې، هممهاله یو شمېر هېوادوالو د دې امنیتي قطعې د جوړېدو هرکلی کړی دی.