د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه اته زره او ۵۶۵ کسان د کډوالۍ په لارو کې مړه شوي دي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سرپرست وايي، روان کال کې د دې ادارې له انسټیټیوټونو څخه ۳۶ زره کسان فارغ شوي چې زر تنه به یې د استادانو په توګه وګومارل شي.
د ایران د اوبو صنعت ادارې یو ځل بیا ویلي چې دغه هېواد د هلمند له اوبو خپله «حقابه» نه ده ترلاسه کړې او باید مقابل لوری معاهدې ته غاړه کېږدي، خو ا.ا ټينګار کړی چې ټولو مخکنیو تعهداتو ته ژمن دی.
د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار جاوېد بشارت د خپل کاناډایي سیال ير وړاندې ماته وخوړه.
د راپورونو له مخې، د امریکا د متحده ایالاتو پولیسو په واشنګټن کې یو ۱۵ کلن هلک چې د یوه افغان وګړي پر قتل تورن و، نیولی دی.
د خوړو نړۍوال سازمان وايي، سوېلي کوریا له افغانستان سره څلور میلیون ډالر بشري مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وايي، د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان د بیارغونې، په بهر کې د افغانستان د شتمنیو ازادولو او پر دغه هېواد د یو اړخیز بندیزونو د لغوه کولو خپل اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې په دغه هېواد کې غیرقانوني کډوال باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
بوستون پوهنتون وايي، ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او دغه پوهنتون د «افغانستان مېرمنو اقتصادي مقاومت» تر نوم لاندې یوه ناسته وکړي.
د راپورونو له مخې، د ترکیې پولیسو په یوه موټر کې ۳۹ ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.
د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلان کړی چې ۲۷۳ نور افغان کډوال یې هم له پاکستانه دغه هېواد ته لېږدولي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، افغانستان د امنیت ټینګښت، فساد کمولو او د کوکنارو پر کښت بندیز برخو کې پرمختګ کړی او باید تر دې لا ډېر کار وشي.