کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرې او پانګونې خونه وایي، د افغانستان او اوزبېکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د وچې مېوې، غنمو، خوراکي توکو، البسې او درملو برخو کې د څه باندې ۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۶ هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د افغانستان د سوداګرې او پانګونې خونې نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان او اوزبېکستان د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریزې اړیکې ناسته په سرخاندریا ولایت کې جوړه شوه چې پکې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ارین ذلګي عظیمي او ورسره مل سوداګرو ګډون وکړ.
سرچینه زیاتوي، عظیمي د سرخاندریا ولایت د والي له تود هرکلي او مېلمهپالنې مننه وکړه او د دې ډول ناستو رول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مهم وباله.
هغه زیاته کړې چې دا ډول ناستې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د دوامدارو همکاریو د پراختیا لپاره لاره برابروي.
نوموړي وړاندیز وکړ چې د افغانستان د تازه مېوو د موسم په رارسېدو سره دې اوزبېکستان ته د دغو محصولاتو د صادرولو لپاره او همدارنګه د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته د ترانزیټ برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
خبرپاڼه کې راغلي، د اوزبېکستان د سرخاندریا ولایت والي اولوغبېک قاسماوف، له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا برخه کې د خپل ولایت د بشپړې همکارۍ او چمتووالي ډاډ ورکړ.
د افغانستان د سوداګرې او پانګونې خونې ویلي، په دې سوداګریزه ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د وچې مېوې، غنمو، خوراکي توکو، البسې او درملو برخو کې د څه باندې ۱۶ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۶ سوداګریز تړونلیکونه لاسلیک شول.