د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیایي ملتونو جام په لوبو کې د ګډون په موخه قطر ته روانه شوه.
د ازموینې ملي اداره وایي چې د ترکیې د ازموینې اداره د افغانستان کانکور ازموینې سیسټم د نوي کېدو په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده او په دې اړه یوه پلاوي کابل ته سفر هم کړی دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان کې راتولونکي ژمي کې د مرستو لپاره د ۴۰۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.
د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال ویلي چې اسلامي امارت په یوه کال کې د تېرو شلو کلونو په پرتله له نشهیي توکو سره ډېره مبارزه کړې ده.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي چې پاکستان دې ژر تر ژره د افغان کډوالو په لویه کجه ایستل او ځورول ودروي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې درېیو لوبغاړو په یوه لیک کې فیفا او د اسیا فوټبال کنفدراسیون ته د هېواد د فوټبال په فدراسیون کې د فساد شکایت کړی، خو د دغه فدراسیون مسوولین وایي چې دا ادعاوې حقیقت نه لري.
د راپورونو پر بنسټ، د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي د خپل تاجکستاني سیال امامعلي رحمان به رسمي بلنه دوشنبې ته روان شوی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش د رامز الاکبروف پر ځای، ایندریکا راتواته د یوناما د مرستیال په توګه ګومارلی دی.
د کابل ښار د څرخي پله صنعتګرو ټولنه وايي، له پاکستانه راستنېدونکو مسلکي، تخنیکي او لوستو افغان کډوالو ته په فابریکو کې د کار زمینه برابروي.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت سرپرست وایي، راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ستونزو جوړېدو یو اصلي لامل د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په کار کې ځنډ دی چې یوازې څلور یا پنځه کارکوونکي لري.
د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې او د امریکا متحده ایالاتونو اینټر میامي ورزشي کلپ کپټان د اتم ځل لپاره د سروزرو توپ ترلاسه کړ.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر ویلي، د ناقانوي کډوالو موندلو لپاره جغرافیایي نقشه بشپړه شوې او له دغه هېواده به ټول ناقانونه کډوال په دوو پړاوونو کې وایستل شي.