د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه کې د بېړني بشردوستانه اوربند او د ملکیانو د ساتنې په موخه پرېکړهلیک تصویب کړی دی.
کابل کې یو شمېر سوداګر وایي، د انلاین کار د زمینې له برابرېدو وروسته یې کاروبار پرمختګ کړی او د محصولاتو د پلور کچه یې ورسره لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري د غزې په تړانګه کې د بېړني اوربند غوښتنه کوي او ویلي یې دي چې انسانیت ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
افغان ورزشکار رقیب فاروقي وايي چې د دماوند په نوم د ایران تر ټولو لوړه څوکه یې فتح کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت پلاوي د ترکیې کډوالو ادارې له مسوول سره په لیدنه کې د یوه ګډ کمېسیون پر جوړولو هوکړه کړې ده.
د افغانستان مرکزی بانک اعلان کړی چې سبا (یکشنبه) ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام او د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په لومړي پړاو کې د منګولیا هېواد پر وړاندې لوبه وګټله.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت د زندهجان د سمنټو د تولید تړون د ۱۴۲ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې له دغه وزارت سره خپلې مرستې ډېروي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ازبکستان په ترمز ښار کې د افغانستان کنسولګرۍ کې د پاسپورټونو د وېشلو او چاپ بهیر پیل شوی دی.
په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان د بېړنیو مرستو د څانګې مشر ویلي، دوه پر درې برخه کسان چې د دغه هېواد په لويدیځه زلزله کې سخت ټپي شوي او په روغتون کې بستر شوي، ښځې او ماشومان دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ یو پلاوی هرات ته روان شوی دی.