ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو غزه کې د اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ

ملګرو ملتونو غزه کې د اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ

author avatar
28 Oct 2023 - 14:25
ملګرو ملتونو غزه کې د اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ
author avatar
28 Oct 2023 - 14:25

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه کې د بېړني بشردوستانه اوربند او د ملکیانو د ساتنې په موخه پرېکړه‌لیک تصویب کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ تېره ورځ یو پریکړه‌لیک تصویب کړ چې په هغه کې د غزې په ټرانګه کې د اسراییلي او حماس ځواکونو ترمنځ د بېړني بشردوستانه او دوامداره اوربند غوښتنه شوې ده.

دغه پرېکړه‌ليک په ١٢٠ مثبتو، ١٤ منفي او ٤٥ ممتنع رايو سره تصويب شو.

دغه راز، په دې پرېکړه لیک کې ملګرو ملتونو د هغو ملکي وګړو لپاره چې په محاصره کې بند پاتې د دوامدار، کافي او پرته له خنډه تدارکاتو د استولو کولو او د هغوی د ژغورنې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر فولکر ترک د غزې په ټرانګه کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې وو چې انسانیت ته باید لومړيتوب ورکړل شي.

د یادونې ده، په غزه کې جګړه د اکټوبر په اوومه د حماس له عملیاتو وروسته پیل شوه او نن د اسراییلو له پراخو بریدونو وروسته د دې جګړې ۲۱مه ورځ ده.

د راپورونو له مخې، تر اوسه په دې جګړه کې څه باندې اته زره کسان مړه شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.