ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان کې د ژمنیو مرستو لپاره د ۴۰۰ میلیون ډالرو غوښتنه وکړه

د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان کې د ژمنیو مرستو لپاره د ۴۰۰ میلیون ډالرو غوښتنه وکړه

author avatar
12 Nov 2023 - 14:11
د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان کې د ژمنیو مرستو لپاره د ۴۰۰ میلیون ډالرو غوښتنه وکړه
author avatar
12 Nov 2023 - 14:11

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان کې راتولونکي ژمي کې د مرستو لپاره د ۴۰۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام نن (یک‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د یوه سخت ژمي رارسېدو ته چې له امله به یې په غرنیو او واوره لرونکو سیمو کې د اوسېدونکو پر وړاندې ټولې لارې بندي شي، یوازې څو اونۍ پاتې دي.

یاد بنسټ زیاته کړې: «۴۰۰ میلیون ډالر هغه څه دي چې مخکې له دې چې ناوخته شي، هېواد کې تر ټولو زیان‌منونکو خلکو ته د رسېدنې او خوړو چمتو کولو لپاره اړین دي.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي وو، د بودجې کمښت له امله یوازې درې میلیون افغانانو ته مرستې رسولی شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.