Sign in to continue to your Pajhwok account.
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځایي سرچینې وایي، په خوست ولایت کې د څلورو ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې خو ځيني لوبغاړي د دې لوبې د معیاري لوبغالي جوړېدو غوښتنه کوي.
د خوست د موسیخېلو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له کمزورو روغتیايي خدمتونو شکایت کوي او وايي، اړ دي چې د یوې عادي ناورغۍ لپاره هم د خوست ښار ته سفر وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) مرستیال وايي چې د سوېلختيځ زون په درېيو ولايتونو کې د ۴۰ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت پروژې پلې کوي.
د خوست په موسیخېلو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني پر دوستي بدله شوه.
ځايي اوسېدونکي د خوست د افغان هندوانو او سيکانو په کلي کې د «پريم نګر» په نوم د نجونو او هلکانو د لومړني تړل شوي ښوونځي د بېرته فعالېدو غوښتنه کوي.
خوست ولايت ته له پاکستانه وارد شوي څه د پاسه ۴۲ زره بوتله شربت چې کيفيت يې ټيټ ارزول شوی، بېرته ور وګرځول شول.
د خوست په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا درې کلنه دښمني د قومي مشرانو په هلو ځلو پای ته ورسېده.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې دغه ولايت کې د هندواڼو کر کيله کال په کال زياتيږي او بل لورته کروندګر يې هم له حاصلاتو خوښ دي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وايي، اروپايي هېوادونو کې د اسلامي امارت د مخالفينو او سياسيونو وروستۍ ناستې د افغانستان په خير نه دي او ګډونوال يې د افغانان استازيتوب نهشي کولای.
خوست ښار کې د ۶۶ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې څلور پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې او همدا ډول د ۲۱ ميليون افغانيو په لګښت د يوې بلې پروژې چارې پيل شوې.
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځينيخېلو سيمې اوسېدونکي په خپله سيمه کې د رغنيزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
د خوست د لرو سیمو يو شمېر اوسېدونکي وايي، د لومړنيو روغتيايي خدمتونو په ګډون نسايي ولادي خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP