ژبه

خوست کې سږ کال پر ۱۳۰ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي دي

خوست ښار (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې دغه ولايت کې د هندواڼو کر کيله کال په کال زياتيږي او بل لورته کروندګر يې هم له حاصلاتو خوښ دي.

هغوی وايي، د دوی د معلوماتې له مخې سږکال د دغه ولايت په مرکز او مختلفو ولسواليو کې پر ۱۳۰ هکتاره کرنيزه ځمکه هندواڼې کرل شوې دي.

دوی زياتوي، تېر کال د يو هکتار کرنيزې ځمکې څخه څه د پاسه پنځه ټنه هندواڼې راټولې شوې وې، خو سږ کال ښايي دا شمېر اوو ټنو ته ورسيږي چې د تېر په پرتله زياتوالی ښيي.

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د ترويج مدير ولي نور خاموش پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ولايت کې کال په کال د هندواڼو کرکيله زياتيږي.

نوموړي وويل، د دوی هڅه دا ده چې کروندګرو ته د هندواڼو د کرکيلې په برخه کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي، څو دا ولايت د هندواڼو له پلوه پر ځان بسيا شي.

ده زياته کړه: «اميد دی چې د هندواڼو ترويج او په دې برخه کې يې کرل راتلونکو کلونو ته زياتوالی ومومي. دا چې هندوانې نوې په دغه ولايت کې ترويج شوې دي، موږ کوشش کوو چې دهقانانو ته اصلاح شوي تخمونه او لازمې مسلکي لارښوونې په وخت سره ترسره کړو.»

د تڼيو ولسوالۍ يوه کروندګر يوسف ګل چې په دوه نيم جريبه ځمکه باندې يې هندواڼې کرلې دي وايي، تېر کال يې ترې د سل زره افغانيو معادل حاصل ترلاسه کړی و، خو سږ کال يې ښايي له دوو سوو زرو افغانيو هم زيات عايد ترلاسه کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: «په خوست کې په ځانګړي ډول په تڼيو ولسوالۍ کې هندواڼې ښه نتيجه ورکوي، يو دا چې اوبه کمې پرې مصرفيږي، بله دا چې د بل هر فصل په پرتله د هندواڼو څخه ډېر عايد ترلاسه کيږي.»

يو بل کروندګر عبدالغفار هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال يې د هندواڼو حاصلات دوه برابره زيات شوي دي، خو له اړونده مسوولينو د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

دی وايي: «د هندواڼو حاصلات بيخي ښه دي خو بدبختانه چې زموږ منطقه باندې توپانونه او ږلۍ ډېر راځي او کله کله فصلونه رانه خراب کړي.»

په همدې حال کې د خوست يو شمېر نور اوسيدونکي هم د دغه ولايت د هندواڼو حاصلاتو ته خوښ دي.

د خوست ښار يوه اوسيدونکي قسمت الله پژواک ته وويل: «موږ دغو هندواڼو ته هر وخت راځو او ډېرې خوږې دي، دلته يې تازه له پټي څخه راته وشکوي او کومې هندواڼې چې د نورو ولايتونو څخه دلته راوړل کيږي زياتره يې د درملو په ذريعه پخيږي او خوند ډېر ښه نه وي.»

د یادونې وړ ده چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې په خوست ولایت کې د هندواڼو کرکېله دود شوې ده.