Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فرانسې او هند مشرانو په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د یوه ټولشمول حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی، له سولهییز، امن او باثبات افغانستان څخه یې خپل ملاتړ هم اعلان کړی دی.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د نسبتاً تېز باران ورېدو او سېلابونو راوتلو په اړه خبر ورکوي.
د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د یو شمېر اسلامي هېوادونو سفیران هوکړې ته رسېدلي څو اسلامي نړۍ د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ویلي، هیله لري په افغانستان کې د ټول شمول دولت د جوړېدو او له “ترهکرۍ” سره د مبارزې بهیر په چټکېدو سره به له ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان د همکارۍ زمینه پراخه شي.
امنیتي مسوولین وایي چې د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند په فاضل بېک سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ماشومان ټپيان کړي دي.
کابل کې لسګونو مېرمنو او نجونو د یوه لاریون پر مهال، په داسې حال کې ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته نجونو د تلو غوښتنه کوله چې ملګري ملتونه هم وایي، د نجونو پر تعلیم بندیز د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکی زیان لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر پر دې سربېره چې نادرکه معترضو ښځو د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې، یو ځل بیا یې د هغو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
د کابل ښاروالي د دې ترڅنګ چې د اړینو لومړنیو توکو د پلور لپاره د ځانګړې نرخنامې تدوین او وېش ضروري بولي، له سوداګرو او هټۍ والو یې غوښتي چې توکي دې په لوړه بیه نه پلوري.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي، که په افغانستان کې د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل شي، نړۍ او هېواد یې چمتو دي ښوونکو ته یې معاشونه ورکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن