ژبه

له افغانستان څخه شاوخوا ۳۰۰ کسان جرمني ته ولېږدول شول

کابل(پژواک،۲۰ لړم۱۴۰۰): د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ۳۲۹ جرمنیان، سیمه ییز کارکوونکي او کورنۍ یې په لومړني او مستقیم چارتر پرواز کې هغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر لیکلي چې دغه پرواز تېره ورځ (چهارشنبه) د لړم په ۱۹ مه ترسره شوی دی.

د روان کال د زمري په ۲۴ مه د جمهوري نظام له سقوط راهیسې په افغانستان کې لوېدیځو هېوادونو او امریکا د خپلو اتباعو او همدارنګه هغه افغانان چې له دوی سره یې کار کاوه، له افغانستان څخه د هغوی د ایستلو هڅې پیل کړې دي.

د راپورونو له مخې، تراوسه شاوخوا ۱۲۵ زره کسان له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

ورته موضوع