د افغانستان حکومت د موټرو باقیداري د ۱۳۹۴ کال تر پایه او له هغه مخکې کلونو سل سلنه، له دې نېټې وروسته تر ۱۳۹۷ کاله ۹۰ سلنه او له ۱۳۹۸ کال څخه تر ۱۴۰۱ کاله ۸۰ سلنه وبښله.
د پاکستان سفیر د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست سره په لیدنه کې د دواړو هېوادو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ ډاډ ورکړ، هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د افغان سوداګرو ستونزې حل شي.
د یونسکو سازمان تعلیمي څانګې مشر ویلي، دغه سازمان لېوال دی چې د افغانستان د لوړو زدهکړو له وزارت سره د استادانو د وړتیاوو لوړولو او نورو برخو کې همکاري وکړي.
افغان او چیني چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ په «واخان دهلیز» کې د تګ راتګ لپاره د لارې پر پرانیستلو او له دې لارې افغانستان ته د فایبر نوري مزي پر غځولو خبرې کړې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې له درېيو مخابراتي شرکتونو سره د ٧٢ ميليون افغانيو په لګښت د اوو مخابراتي سايټونو د جوړولو تړون لاسليک کړ.
ملګري ملتونه وایي، په ۱۴ بېوزلو هېوادونو کې د بشري مرستو لپاره یې ۱۲۵ میلیون امریکایي ډالر ځانګړي کړي چې ۲۰ میلیونه یې د افغانستان لپاره دي.
کابل کې د ترکیې سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او یوه ترکي شرکت افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.
کابل (پژواک، ۱۳ وږي ۱۴۰۲): د کورنیو چارو سرپرست وزیر هېواد ته د اسلامي همکاریو سازمان له راغلي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، د
کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د روان لمریز کال په تېرو پنځو میاشتو کې د ۴۹ میلیارد افغانیو په
د ازموینو ملي ادارې نن د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینې عمومي پایلې اعلان کړې چې ټولو څه باندي ۸۲ زره کسانو لوړو او نیمه لوړو زدهکړو موسسو ته لار پیدا کړې ده.
کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو پلاوي د افغانستان ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي نړۍ
کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د بښنې نړۍوال سازمان کابل او ځینو نورو سیمو کې د ۶۲ زره کمرو نصبول د افغانانو له بنسټیزو حقونو