د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال ویلي، ا.ا د مسایلو د حل او تعامل لپاره پر خبرو باور لري او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي او یا یې څوک په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ او هلته به له ایراني چارواکو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پر چټکتیا او د دوو اړخیزو رېلي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.