کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په تېره زمري میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۳۳زره ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۱۵ زره ټنه توکي صادر او ترانزیټ شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې په خبرپاڼه کې چې په خپلې اېکس پاڼه کې يې خپره کړې، لیکل شوي، د روان لمریز کال په تېره زمري میاشت کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۵۴ زره او ۱۶۲ ټنه، د اقینې اوسپنۍ پټلۍ له لارې ۴۲ زره او ۶۲۸ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۶ زره او ۴۲۹ ټنه توکي- چې ټولیز وزن یې ۳۳۳ زره او ۲۱۹ ټنه کېږي- هېواد ته وارد شوي دي.
سرچينه زياتوي، په تېره زمري میاشت کې ۱۵ زره او ۳۱۳ ټنه توکي له یادو لارو بهرنیو هېوادونو ته صادر او ترانزیټ شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه او وریجې جوړوي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، په وارد شوو توکو کې غنم، اوړه، حبوبات، تېل، اوبلن ګاز، غوړي او نور شامل دي چې له قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او چین څخه وارد شوي دي.
د هغه په وينا، د صادر شوو توکو ډېره برخه ممیز دي چې روسیې، قزاقستان، ازبکستان او قرغیزستان ته صادر شوي دي.
د دراني معلوماتو له مخې، په ترانزیټي توکو کې ډېره برخه یې وریجې دي او د سوېلي اسیا له هېوادونو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ترانزیټ شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، هڅه کوي د توکو د لا ډېر لېږد رالېږد په موخه سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادې ادارې معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال په تېره چنګاښ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټوله کې ۲۵۲ زره او ۶۰۲ ټنه توکي وارد، ۵۲۶۱ ټنه توکي صادر او ۱۶۵۹ ټنه توکي ټرانزیټ شوي وو.