د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د یوناما له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، ا.ا غواړي نور په افغانستان کې د جګړې پاڼه واړوي؛ له نړۍ سره د ډيپلوماټيکو اړيکو نوی باب پرانيزي، شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او له مقابل لوري هم ورته هيله لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وایي، تېر کال کې د هیڅ خبریال د وژنې پېښه نه ده ثبت شوې او د دولتي ادارو ویاندویان اړ دې چې معلومات پر وخت له رسنیو سره شریک کړي.