Language

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر ایران ته ولاړ

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر نن د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري او ورسره پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

سرچینې لیکي چې دغه پلاوی به له ایراني لوري سره د کرنې په برخه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

سرچینې په دې اړه جزییات نه دي ورکړي.

login or register a new account.