د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د بهرمېشتو افغانانو اقتصادي ستونزو ته په پام د پنځه کلن پاسپورټ محصول ۱۲۰، د لس کلن ۲۲۰ او د سټېکر له لارې یې کلنی محصول ۲۰ امریکایي ډالرو ته راکښته شو.
کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، کابل کې د پاکستان د علماوو له پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو
قاري محمدیوسف احمدي د ملي راډیو ټلویزیون د سرپرست، مولوي غلام محمد د بادغیس والي د مرستیال، مولوي محمدرفیق خادم د ارزګان امنیه قوماندان او ملا عبدالله بشیر د سپین بولدک د ولسوال په توګه ټاکل شوي دي.
د حج او اوقافو وزارت مسوولین وایي، لا هم ۵۳ زره هغه کسان چې د حج فریضې ادا کولو لپاره یې نوملیکنه کړې، په تمه دي او دغه راز یې د هېواد د ټولو جوماتونو خطیبانو ته یوه واحده خطبه ترتیب کړې او وېشلې ده.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولین وایي چې په تېرو دوو کلونو کې یې د هېواد په کچه نږدې ۶۳۹ زره معلولین، کونډې او یتیمان ثبت کړي او تېر لمریز کال یې څه باندې ۱۳ میلیارده افغانۍ حقوق ورکړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وايي، د بودجې د کمښت له امله د روان زېږدیز کال تر اکتوبر میاشتې به ۳۳۰۰ سیمهییز ټولګي وتړل شي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او کورنیو چارو وزارت ترمنځ د همکاریو يو هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې یې د پاسپورټ اخیستو لپاره له دې وروسته کاغذي پېژندپاڼې د پاسپورټ عمومي ریاست کې تاییدېږي.
د افغانستان بانک وایي، د روان کال په چنګاښ میاشت کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۴ سلنه لوړ شوی او د انفلاسیون کچه هم راټیټه شوې ده.
کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د قطر پراختيايي صندوق په افغانستان کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۷۰۰۰ ماشومانو د درملنې ترڅنګ د
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش له پیل راهیسې په ټول هېواد کې ۱۰،۷ میلیون کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي دي.
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وايي، له ایرانه وارد شوي ۱۳ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه ولایت له «۷۸ میل» بندره بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
ټام وېسټ ویلي، د ا.ا تګلارو او په نړۍ کې د نویو کړکېچونو له امله روان کال پر افغانستان دوه میلیارد ډالره مرسته کمه شوې، خو ا.ا وایي، دریځونه یې د افغانستان ارزښتيز مسایل دي او بشري مرستې باید سیاسي نه کړل شي.