ژبه

 حامد کرزی د پاکستان د علماوو له پلاوي سره پر ځينو موضوعاتو غږېدلی

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، کابل کې د پاکستان د علماوو له پلاوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر حالاتو، اړیکو او په سیمه کې د امنیت او ثبات پر وړاندې د شته ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د راپورونو له مخې، د پاکستان دیني عالمانو یو اته کسیز پلاوی له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د افغانستان د پخواني ولسمشر د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې هغه نن د مولانا قاري محمد طیب قریشي په مشرۍ د پاکستان د علماوو له پلاوي سره کتلي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینه زیاتوي: «په دې کتنه کې سر بېره پر دې چې د افغانستان او پاکستان پر حالاتو، اړیکو او په سیمه کې د امنیت او ثبات پر وړاندې پر ګواښونو خبرې وشوې، پخواني ولسمشر د پاکستان خلک د افغانستان د خلکو ګاونډي ورونه وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې د پاکستان حکومت به افغانستان سره اړیکې د متمدنو معیارونو پر اساس سمبالې کړي.»</p>