کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۲): د قطر پراختيايي صندوق په افغانستان کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۷۰۰۰ ماشومانو د درملنې ترڅنګ د يادې ناروغۍ د درملنې او عملیاتو لپاره روغتون جوړولو ته چمتووالی ښودلی دی.
د افغاني سره میاشتې ټولنې نن (دوشنبه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د دې ټولنې مرستیال ملا نورالدین ترابي او مل پلاوي دوحه کې د قطر پراختيايي صندوق له مرستیال سلطاناحمد العسیري او مل پلاوي سره يې پر بشري موضوعاتو خبرې وکړې.
سرچینې لیکلي، د ياد صندوق مرستیال ژمنه وکړه، په کوم بهرني هېواد کې به هغو شاوخوا ۷۰۰۰ د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې ته زمینه برابره کړي چې افغانستان کې یې سمدستي درملنه ناشونې ده.
نوموړي څرګنده کړې چې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره دوی چمتو دي چې په افغانستان کې دننه د یادې ناروغۍ د درملنې او عملیاتو لپاره مجهز روغتون جوړ او اکمال کړي.
سرچينه کاږي، دغه راز ده ژمنه کړې چې ډېر ژر به د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانستان ولسونو سره د ۲۵زره ټنه غنمو مرسته وکړي.
سرچینه زیاتوي، العسیري ژمنه وکړه چې د افغاني سرې میاشتې له لوري د یادو غنمو د ترانسپورتي لګښتونو تر معلولو وروسته به سمدستي ګام واخلي.
سرچینې زیاته کړې، ناسته کې همدا ډول د افغاني سرې میاشتې مرستیال د وچکالۍ مخنیوي په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل: «افغانستان کې وچکالي زیاته شوې چې له امله یې وګړي له بشري کړاوونو سره مخ شوي، موږ هیله من یو چې مرستندوی بنسټونه په دې برخه کې افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړي څو وتوانېږو په هره ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۰ سترې برمې ولرو.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، العسیري په دې برخه کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










