منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کورنیو چارو وزارت د امنیتي کمرو په اړه د بښنې نړۍوال سازمان اندېښنې رد کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۷۸ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د بښنې نړۍوال سازمان کابل او ځینو نورو سیمو کې د ۶۲ زره کمرو نصبول د افغانانو له بنسټیزو حقونو سرغړونه او شخصي حريم ته ننوتل وبلل، خو د کورنیو چارو وزارت دغه څرګندونې ردوي.

کورنیو چارو وزارت د روانې وږي میاشتې په نهمه وویل، په کابل ښار او نورو مهمو ځایونو کې د خلکو امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب شوې دي او دغه راز په پام کې ده چې څلورو کلونو کې د ټول هېواد په لویو لارو او نورو مهمو ځایونو کې دا ډول کمرې ولګوي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو هم له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام ستایلی و او ویلي یې وو چې د امنیتي کمرو لګول د جرمونو په مخنیوي او د مجرمینو په نیولو کې مرسته کوي.

خو د بښنې نړۍوال سازمان تېره اونۍ وویل، د یادو ۶۲ زره کمرو نصبول د افغانانو له بنسټیزو حقونو سرغړونه او شخصي حريم ته ننوتل دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع بیا تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه د بښنې نړۍوال سازمان یادې څرګندونې رد کړې دي.

قانع لیکلي: «کله چې امريکا او ناټو د خپلو موخو او استخباراتي معلوماتو لپاره د کابل په ګډون د هېواد ټولو زونونو کې د بالونونو په لګولو سره د څار کړنې تر سره کولې، نو هلته د بشري حقونو نقض او د شخصي حريم مدافعانو ولې غږ نه پورته کاوه؟»

هغه زیاتوي، ټولو ته معلومه ده چې د امنیتي کمرو لګول یوه امنیتي اړتیا ده او دغه چاره نه يوازې په افغانستان بلکې د نړۍ د هېوادونو په هر ښار او پلازمېنو کې معموله ده.

هغه وایي، اسلامي امارت د امنیت ټينګښت، د خلکو حقونو ساتنې او ټولو شرعي اصولو پام کې نيولو ته ژمن دی.

هغه لیکلي چې اسلامي شريعت کې اجازه نشته چې د يو چا شخصي حريم ته ګواښ وشي او یا هم تر څار لاندې راوستل شي.

د هغه په وینا، کابل ښار کې لګول شوې کمرې د کورنيو چارو وزارت له خوا د ولس په مرسته او مشورې سره لګول شوې او يا هم د دغه وزارت په وړانديز ولس په داسې ځايونو کې لګولې چې هغوی ټاکلي وو.

قانع وایي، د ټولو کمرو د کنټرول خونې خوندي دي او هیڅوک ورته د لاسرسي حق نه لري.

د کورنیو چارو وزارت د بښنې له نړۍوال سازمان او نورو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان ځمکنیو واقعیتونو ته په کتو سره، دریځ خپل کړي او يا هم د نظر څرګندونه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه