د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته مرستیال، پکتیکا، نورستان، لغمان او اروزګان ولایتونو ته نوي والیان وټاکل شول.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې یو خصوصي شرکت د کابل جګدلک یاقوتو پر کان ۲۷،۵ میلیون امریکايي ډالر پانګونه کوي.
د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار دوولسمې ناحیې اړوند د دیارلسم ګذر پارک سیمه کې د ۷،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، تېره میاشت د رېلپټلۍ له لارې څه باندې ۳۸۱ زره مټریک ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې درې زره ټنه نور صادر او ترانزیټ شوي دي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال له یو شمېر ځوانانو سره په لیدنه کې ویلي چې د دوحې ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت معقولې او پر ملي ګټو ولاړې غوښتنې په نظر کې نه نیول غیرعادلانه تصمیم و.
د افغانستان بانک وايي چې هرات کې یې د ۴۹۳ میلیون او ۷۰ زره افغانیو زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه سوځولي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وایي، د ښځو حقونو ته چې کومه پاملرنه اسلامي امارت کړې ښایي نړۍ کې چا نه وي کړې او زیاتوي چې تېر حکومت هڅه کوله څو په هېواد کې منکرات عام کړي او د پردیو تمدن پلی کړي.
د افغانستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي مشر وایي، ناروې به روان کال اپریل میاشت کې د افغانستان او پاکستان په اړه د اقلیمي بدلون د کنفرانس کوربه وي او له دې سره به په کابل کې د اقلیمي بدلون په اړه د کورنیو او نړۍوالو موسسو سره په ګډه یوه غونډه جوړه کړي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي چې د موټرسایکل ځغاستې ملي فدراسیون ۱۸ کسېزه لوبډله د موټرسایکل ځغاستې نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته روانه شوه.
په کابل کې د جاپان سفیر د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې غواړي له اسلامي امارت سره مثبتې اړیکې ولري.
یو شمېر روسي سوداګرو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې غواړي په افغانستان کې له کثافاتو د برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي.