د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د امو سیند حوزه کې د شپږو نوو څاګانو په فعالېدو سره د نفتو ورځني استخراج کچه یو زر او ۳۵۰ ټنو ته لوړه شوې ده.
افغان او ترکمن چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د انتقالاتو پر زیاتوالي، تورغنډۍ بندر کې د رېلپټلۍ ظرفیت لوړولو او ترکمنباشي بندر کې افغان سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
د مالیې وزارت وايي چې سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو او د ګمرکي پړاوونو چټکتیا په موخه له دې وروسته اوړه، غنم او د مسافرو انفرادي توکي د حیرتان په سرحدي ګمرک کې محصول کېږي.
د عدلیې وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۱۶۸ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځولې او اړوندو ادارو ته یې سپارلې ده.
د افغانستان بانک سبا (سه شنبه) د کب میاشتې په اتمه نېټه د داوطلبۍ له لارې ۱۷ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.
د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو او توپان له امله د ټولو وسایطو پر مخ وتړل شوه.
کابل کې د جاپان سفیر وایي، هېواد یې د افغانستان د تاریخي اثارو ساتنې لپاره کار پیل کړی او ډېر ژر به جاپاني لرغونپوهان او متخصصین افغانستان ته راشي.
د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د درې زره او ۳۴۴ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د هند په شمال اترا پردېش ایالت کې د یوه ټراکتور چپه کېدو پېښه کې د اتو ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان مړه شوي او نهه نور ټپیان دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د کرنې پراختيا صندوق عالي شورا غونډه کې بزګرانو او متشبثینو ته د اسلامي مالي خدمتونو برخه کې د ۲.۲ میلیارد افغانیو ورکړې طرحه تصویب شوه.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د بنګلهدېش هېواد یو روغتيايي ټيم د کابل «صحت طفل» روغتون کې د پرې شونډو ماشومانو وړیا عملیات کوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د يوه پلاوي په مشرۍ د دوه اړخيزو مسايلو په اړه د خبرو اترو په موخه ترکمنستان ته ولاړ.