رییسالوزراء وايي چې نړۍ د فلسطین له مظلومو خلکو سره روان جنايتونه نه ویني، خو په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو په تکرارولو سره د اسلامي نظام بدنامولو هڅې کوي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې افغانستان په انزوا کې نه دی، بلکې د نړۍ د توجه محور کې قرار لري او هېوادونه لېوالتیا لري چې له ا.ا سره خپل تعامل ډېر کړي.
کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د اسیایي دفتر مشرې سره په لېدنه کې ویلي، د نظام اصول ورته تر بل هر څه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید له اصولو سره سم ترسره شي.
د چارو اداره وایي، سوادګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په هېواد کې د صادراتي سندونو د طي مراحلو کېدو مرکز جوړېږي.
د صنعت او سوادګرۍ وزارت وایي، په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګريز پيوستون غونډه جوړه شوه.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د وحشي ژوو د نړۍوالې ورځې په تړاو ویلي چې د ښکار مخنیوي په اړه یې د اسلامي امارت د مشرتابه حکم پلی کړی او د ۳۸۳ مرغانو او ۱۴ وحشي ژوو د قاچاق مخه یې نیولې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، اروپایي ټولنې له افغانستان سره څه باندې ۲۰ میلیون یورو مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د م.م د بشري حقونو ځانګړی راپورورکوونکی په افغانستان کې بشري، په تېره د ښځو وضعیت اندېښمنوونکی بولي، خو مجاهد دا څرګندونې ردوي او د ا.ا پر وړاندې یې د پروپاګند هڅه بولي.
کابل کې د بریتانیا شارژدافیر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، لندن له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لري او د افغانستان د ثبات او هوساینې په موخه چمتو دي له اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي.
د ترافیک پولیسو عمومي ریاست او افغان ملي بانک ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې به یې خلکو ته د اسانتیا په موخه د دغه بانک یوه څانګه په یاد ریاست کې پرانیستل شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د نفت او ګاز چارو کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې او افغانستان ته د اوبلن ګاز لېږد په اړه خبرې کړې دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې غونډه کې د کابل شېخ زاید او د جلالاباد حوزوي روغتونونو کې د تصویري تشخیصیه خدماتو او معیاري لابراتواري مرکزونو جوړولو طرحه تایید شوه.