کابل (پژواک، ٨ غویی ١٤٠٥): “د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان لپاره د برتانیا له ځانګړي استازي سره د افغانستان-پاکستان پر وروستي وضعیت، د دوحې پر ناستو او د دوهاړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړي او برتانوي استازي له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزير مولوي اميرخان متقي د افغانستان لپاره د برتانيا ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره کابل کې کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان-پاکستان په وروستي وضعیت، په دوحه کې څواړخيزو ناستو او د يو لړ نورو مسائلو اړوند د نظر تبادله وشوه.
سرچینه زیاتوي: “د بهرنيو چارو وزير د اسلامي امارت موقف روښانه کړ چې د امریکا-ناټو اشغال دورې په پرتله د افغانستان اوسنی امنيتي او ټولنيز وضعيت په مراتبو ښه شوی او د اسلامي امارت عملي اقداماتو د سيمې هېوادونو اطمینان لوړ کړی.”
هغه ویلي، اسلامي امارت ژمن دی چې د نړۍ له نورو هېوادونو سره هم مثبتې اړيکې ولري او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضرر وکاروي.
د خبرپاڼې له مخې، لينډزي په دې وروستیو کې د پاکستاني رژیم له لورې په بریدونو کې د افغانانو د شهادتونو په اړه غمرازي ښودلې، د سیمې او نړۍ اړوند د بېلابېلو موضوعاتو په هکله یې خپل نظر شریک کړی، او ویلي یې دي چې د بريتانيا حکومت او ولس ژمن دي له افغانستان او افغان ولس سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي.
د افغانستان لپاره د برتانيا ځانګړي استازي هوډ ښکاره کړی چې په راتلونکي کې به له افغانستان سره د لا ښکېلتیا په موخه خپلو سفرونو ته دوام ورکړي.