ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د صادراتي سندونو طی مراحل کېدو مرکز جوړېږي

د صادراتي سندونو طی مراحل کېدو مرکز جوړېږي

author avatar
3 Mar 2024 - 17:52
د صادراتي سندونو طی مراحل کېدو مرکز جوړېږي
author avatar
3 Mar 2024 - 17:52

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): د چارو اداره وایي، سوادګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په هېواد کې د صادراتي سندونو د طي مراحلو کېدو مرکز جوړېږي.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد مرکز د جوړېدو تفاهم‎لیک نن له صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې له خونې سره لاسلیک شو.

د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني په دې‎ تړاو جوړه شوې غونډه کې ویلي: «‎اړتیا ده چې د افغانستان اسلامي امارت په چوکاټ کې راسپارل شوې دندې په صداقت او اخلاص سره پای ته ورسوو.»

هغه ویلي، له دې مخکې سوداګر له ډېرو ستونزو سره مخ وو او د داسې مراکزو له جوړېدو سره به دوی ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې سرپرست محمدیونس مهمند هم ویلي چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د فساد مخنیوي وشي او د هېواد د صادراتو کچه به معلومه شي.

هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې د هېواد صادراتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.