د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ټاکل شوې د کاسا زر پروژې چارې د راروان کال په غويي میاشت کې بېرته پیل شي.
د افغانستان بانک وايي، سبا (یکشنبه د کب ۲۰مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
د اسلامي امارت ویاند وایي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست د قطر له امیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او بېلابېلو برخو کې د پرمختګ په اړه بحث وکړ.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې د سعودي عربستان ملک سلمان بنسټ د افغانستان بشري مرستو له وجهي صندوق سره د ۱،۱ میلیون امریکایي ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
ستره محکمه وایي، په میدانوردګو ولایت کې لسو کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له پنځو ملي او نړۍوالو موسسو سره د څه باندې ۲،۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت اووه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د افغانستان کرنې برخه باید مېکانیزه شي او د قوشتېپې کانال په بشپړیدو سره به افغانستان کې یو بنسټیز کرنیز انقلاب راشي او اسلامي امارت له پنجشېره کابل ته د اوبو انتقال په اړه غور کړی.
د ماليې وزارت وايي، د ا.ا له بیا واکمنېدو تر اوسه د صنعتي فابريکو د حمايوي تعرفو ټولې پخوانۍ ګمرکي باقیدارۍ معاف شوې او د راواردوونکو خامو توکو ګمرګې تعرفه چې پخوا تر ۲.۵ سلنې پورې اخيستل کېده، يو سلنې ته راټيټې شوې دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د قطر د ملي دفاع له وزیر سره په لېدنه کې د دوه اړخیزو اړېکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو له یوې استازې سره په لیدنه کې ویلي، بېوزلي او بېکاري له تېر حکومته پاتې دي او اړتیا ده چې له افغانانو سره بشري مرستې ډېرې شي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پخوانی اجرائیوي ریيس وايي، په نږدې راتلونکي کې په کابل کې نړۍوال کنفرانس جوړوي او د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو برخه کې د نړۍوالو مالي ملاتړ راجلبوي.
راپورونه وايي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پرلهپسې ورښتونو، د ځمکې ښویېدو او د خونو چتونو لوېدو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان مړه او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.