د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر له رئیس الوزرا سره په لېدنه کې ویلي، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سیمنټو د تولید د یوې فابریکې جوړولو، د ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.
کابل ښاروالۍ وایي، د کابل ښارد یوولسمې ناحیې اړوند، سره مېنه او د نوې پروژې په دویم مارکېټ سیمه کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د دوو فرعي سړکونو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د کابل ښار په درېیو ولسوالیو کې یې د ۴۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۱۶ رغنیزو پروژو چارې بشپړې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، اوسنی نظام سیکولر نه، بلکې اسلامي دی او په اسلامي نظام کې عصري او دیني زدهکړو دواړو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍکوونکی دفتر(اوچا) وايي چې سویس د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره د ۱،۷ میلیون امریکایي ډالرو مرسته اعلان کړه.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادار وايي، د روان لمریز کال په تېره سلواغه میاشت کې څه باندې ۷۹۳ میلیون دالرو په ارزښت واردات او د څه باندې ۱۳۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له یوې موسسې سره د څه باندې ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
رییسالوزراء د روژې میاشتې را رسېدو په مناسبت یوه پیغام کې ویلي چې مسوول چارواکي باید د نرخونو لوړېدو مخنيوي په موخه جدي څارنه او اړين اقدامات وکړي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د کابل ولایت په څلورو ولسوالیو کې په روغتیايي کلینیکونو کې د شپږ میلیون او ۶۵۱ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو څلور شبکې جوړې شوې.
افغان او ترکمن چارواکو د هرات نورالجهاد سبسټېشن، له ترکمنستانه هېواد ته د برېښنا رالېږد او کاري بهیر چټکتیا په تړاو خبرې کړې دي.
کابل کې تداوي شوي ۵۰۹ روږدي د فني او حرفوي زدهکړو له مرکزه فارغ شول، چارواکي وايي چې د کار زمینه به ورته برابره کړي.
بهرنیو چارو وزارت وايي چې ملګري ملتونه دې د افغانستان په اړه په خپلو راپورونو او چلند کې د سطحیت او پلویتوب پر ځای د دقت او بېبرېتوب لاره خپله کړي.