د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له یوې موسسې سره د یو میلیون او ۱۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک کړ.
بهرنیو چارو وزارت وایي، خوست او پکتیکا کې د پاکستان الوتکو بمبار په غبرګون کې یې په کابل کې د دغه هېواد سفیر احضار کړ او احتجاجلیک یې ورته وسپاره.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټېلېفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، کاپيسا ولایت کې د څه باندې ۴۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳۳ رغنیزو پروژو چارې یې بشپړې کړې دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د پاکستان سفارت سرپرست سره په لیدنه کې هیله ده څرګنده کړې، چې د دغه هېواد نوی حکومت به د یوې مثبتې پالیسې له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د خپلو مرکزي لابراتوارونو پراختیا په موخه له یوې کمپنۍ سره د نږدې دوه میلیارد افغانیو په ارزښت د شپږو تجهیزاتي بنسټیزو پروژو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل او د ازبکستان له خاورې د افغان سوداګریزو توکو د ټرانزیټي تعرفو کمولو په اړه خبرې کړې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د ځمکوالۍ د قانون له تصویب مخکې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د ځمکې په اجارې ورکولو طرحه جوړېږي.
د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویه لار چې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله له تېرو دوو شپو راهیسې تړل شوې وه، نن د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، روانه کب میاشت کې د هېواد په کچه د ورښتونو او سړې هوا له امله ۸۳ کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو ترڅنګ څه باندې ۱۷۷ زره څاروي تلف او تر زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال د ازبکستان بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، داعش ډله د بهرنیو استخباراتو زېږنده ده او له منځه وړل شوې، بلخوا د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ټينګار کړی چې افغانستان بايد د نړۍوالې ټولنې برخه وي.